د اربکيانو وتلی قوماندان عزيزالله کاروان په بمي بريد کې مرګونی ټپي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د پکتيکا ولايت د اربکيانو مشر قوماندان عزيزالله کاروان په يو بمي بريد کې مرګونی ټپي شو.

د پکتيکا ولایت وياند نبي الله پير خېل وايي، چې قوماندان عزيزالله نن ورځ وازيخېلو ولسوالۍ ګواشتې سيمه کې د امنيتي پوستو له څار او ليدنې وروسته خپل کور ته روان و، چې ټانک يې لاره کې د خښ شوي ماين ښکار شو او نوموړی يې له خپلو شپږو ساتونکو سره ټپي کړ.

د پيرخېل په وينا له چاودنې وروسته عزيزالله کاروان د پکتيکا مرکز ښرنه کې يو خصوصي روغتون ته ورسول شو او له هغه ځايه په دولتي چورلکه کې کابل ته لېږدول شوی دی.

د عزيزالله کاروان د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالبانو پر نوموړي له دې وړاندې هم څو څو ځل وسله وال بريدونه او چاودنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په تازه راپور کې د نورو قوماندانانو تر څنګ د عزيزالله کاروان د ظلمونو، شکنجو وا وحشت کيسې راغلې وې، چې خلک د طالبانو او القاعده په تور ځوروي، په زوره ترې باج اخلي او د طالبانو په نوم د مرګ ګواښونه ورته کوي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خادم المجاهد
میلمه
خادم المجاهد

همدغه دزرهاو بی ګناه مسلمانانو ، افغانانو لوی قاتل الله ج دی مردار کړی

latif
میلمه
latif

د دروغجن ##### چي یواځې په یوه پښه به برسیرن ټپي نه وي، زمریان په دې ټپونو خبر نه دی.