نړۍ

دپيښور په ارباب روډ سیمه کې درنه چاودنه وشوه

نن غرمې تقریبا یوه نیمه بجه دپاکستان په پيښور ښار کې يوه درنه چاودنه وشوه.

چاودنه په ارباب روډ سیمه کې په اعظم ټاور کې وشوه، امنیتی مسؤلين وایی چې چاودنه په موټر سایکل باندې تړل شوي بم په واسطه وشوه، چې ۴ کیلو ګرام وزن يې درلود.

په دې چاودنې کې دلومړنيو راپورونو له مخې ۲ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي دې.

دچاودنې دقوت له امله شاوخوا ودانيو شیشې هم ماتې شوي، او لږ تر لږه ۸ دوکانه يې په مکمل شکل له مينڅه وړي، چې په دې کې اکثره دانټرنيټ کافیانې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x