په لومړي ځل د تناسلي عضوې د پیوندولو بریالي عملیات وشول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): په جنوبي افریقا کې د ډاکترانو یو ټیم په لومړي ځل د تناسلي عضوې بریالی پیوند لګولی.
د نړۍ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د یو انسان تناسلي عضوه دې بل ته پیوند شي. ددغه ۲۱ کلن کس تناسلي عضوه د سنتولو پر مهال ضایع شوې وه چې له کبله يې دغه کس ته یو بل عطیه شوې عضوه پیوند ولګولو.

د ډاکترانو ټیم ویلي چې دا عملیات د زړه د پیوندولو په څېر د ژوند بچولو لپاره نه دی شوی او په دې اړه د دوی بحث روان و چې دا اخلاقي جواز لري یا نه.

تر دې وړاندې هم دې ته ورته د تناسلي عضوې د پیوندولو عملیات شوی خو تر عملیات وروسته تناسلي عضوې کار نه دی ورکړی.

دغه کس چې نوی پیوند ورته لګول شوی له جنسي اړخه د سنتولو پر مهال روغ جوړ و.

د جنوبي افریقا په ځېنو سیمو کې د ځوانانو ختنه یا سنت کول رواج دي.

ډاکتران وايي چې د یاد کس تناسلي عضوه د سنت کولو وروسته یو سانتي متر پاتې شوې وه.

دوی زیاتوي چې د نورې نړۍ په پرتله په جنوبي افریقه کې د تناسلي عضوې د پیوندولو غوښتنه ډیره زیاته ده.

د ډاکترانو په وینا دغه عملیات يې د تېر کال د دسمبر په ۱۱مه کړي و او د درې میاشتو له تېریدو سره دغه کس روغتیايي حالت ښه شو.

د یاد کس تناسلي عضوې د پوره ښه کېدو لپاره ۲ کلونو ته اړتیا شته دی خو د میتیازو، تشنج او انزال قابل دی.

د یادونې وړ ده چې په جنوبي افریقا کې ددغه رواجي سنت کولو له کبله هر کال ۸۰ کسان مري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د