شعـــــرونه

دسنکدر دېوال

شاعر: مولوي عرفان الله عرفاني

توره يمه ډال يمه، غشی د هلال يمه
مست جهادي شور لرم قتل او قتال يمه

تانده حماسه لرم عشق لرم جذ به لرم
جوجو او ماجوجو ته دسنکدر دېوا ل يمه

اور يمه عذاب يمه موج وهم سېلا ب يمه
مرګ يم طاغوتيانو ته کفرته زوال يمه

خوځنده پاڅون يمه زه نوی بد لون يمه
ځوږ دتکبير و نو يم کړيکه دبلا ل يمه

لمر يمه ځلېږمه ستوری يم پړ کېږمه
تورو ترږميو ته ښکلی روڼ مشال يمه

ټول جهاد جهاد يمه ضد دشر فساد يمه
زه غلامي نه منم حر يم استقلال يمه

زه دمينې راز يمه زه دعشق اواز يمه
ماځينې نفرت مکړئ. حسن اوجمال يمه

ورور د فيضاني يمه زه خو عرفاني يمه
نه يم زه د بل وطن ستاسو کلي وال يمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x