د اختلاف اداب

لیکوال: حامد افغان

په امت کې د اختلاف تاریخي شالید

نن د هر چا دا خبره په خوله ده چې د مسلمان امت د موجوده ضعف، کمزوري او ځوړتیا لوی لامل خپل منځي مخالفتونه او د امت په څو ډلو او څو فکري مکتبونو وېش ده، رښتیا هم مختلفو فکري مکاتبو دا امت ټوټه کړی ده، آن تردې ځایه خبره رسیدلې ده چې ځیني لنډ فکره خلک د همدې فکري مخالفتونو لامله د ټولو فقهي مذاهبو پر خلاف راپورته شوي او وایي چې مذاهبو په امت کې اختلافات رامنځته کړي دي، موجوده حالت ته د امت په رارسیدلې ځوړتیا کې د فقهي مذاهبو دخل نشته د اختلاف او سره لیري والي ستونزه اصلاً فکري مخالفتونو رامنځته کړې ده، په موجوده وخت کې د یوه مذهب پیروان پخپلو کې فکري مخالفتونه سره لري د بیلګي په توګه په احنافو کې د مختلفو فکري لارو ډلي شتون لري چې پخپلو کې سخت مخالفتونه سره لري، دا راز په سلفیانو یا متبعینو کې د ګڼ شمیر افکارو پلویان شتون لري چې پخپلو کې مخالفتونه سره لري.

د موجوده فکري مخالفتونو اساسي لامل له قرانکریم او نبوي لارښوونو سرغړونه ده، نن سبا لکه په مسلمانانو کې په نورو مختلفو اړخونو کې ګڼ شمیر کمزورۍ او بېلارۍ شتون لري د اختلاف او خپل منځي فکري مخالفت په اړه هم له قراني او نبوي لارښوونو زده کړه نه کوي، که موږ خپل هر ډول مخالفتونه د قراني او نبوي لارښوونو په رڼا کې وارزوو او یواځي د حق پیروي خپله لویه موخه وګرځوو بیا ټول مخالفتونه حل او فصل دي، قرانکریم په ښکاره ټکو وایي: ولو ردّوه إلى الرسول وإلى أولي الأمر منهم لعلمه الذين يستنبطونه منهم﴾ [النساء: 83]. یعني که دوی خپله خبره رسول الله او خپلو علماو یا امیرانو ته وسپاري نو له دوی نه چې څوک د مسائلو په راایستلو او اجتهاد پوهیږي هغه خلک به د دوی په خبره پوه شي. دا ایت که څه هم د غازیانو په باره کې د ښو او بدو خبرو په اړه راغلی ده خو حکم یې عام ده یعني په مسلمانانو کې چې کومه د مخالفت خبره رامنځته کیږي هغه باید د رسول الله د لارښوونو، د مجتهدینو او پوه علماو د علمي څیړنو یا د امیرانو د پیروي په رڼا کې حل کړل شي.

د رسول الله په ژوند کې د صحابه و اختلاف

دلته د مسلمانانو ترمنځ د مخالفت په اړه د اسلام د پیل زمانې ته ورځو او ګورو چې هلته هم مخالفتونه وو او مهمه خبره دا چې معلومه کړو هغوی د مخالفت په صورت کې پخپلو کې څرنګه چلند لاره، د بېلګي په توګه د بخاري او مسلم یو روایت رااخلو: رسول الله صلی الله علیه وسلم د “الاحزاب” د غزا په ورځ د صحابه کرامو رضي الله عنهم یوې ډلي ته وویل: تاسو به په بنو قریظه کې لمونځ کوئ، په ځینو باندې په لاره کې مازدیګر شو نو ځینو وویل: موږ به لمونځ په بنوقریظه کې کوو، نورو وویل: موږ په لاره کې لمونځ کوو بیا به هلته ځو، له موږ نه یې دا نه غوښتل، دا خبره یې رسول الله ته ورسوله هغه په یوه هم بد ونه ویل. أن النبي صلى الله عليه وسلم قال يوم الأحزاب: لا يصليّن أحد العصر إلاّ في بني قريظة. فأدرك بعضهم العصر في الطريق، فقال بعضهم: لا نصلّي حتى نأتيها، أي ديار بني قريظة، وقال بعضهم: بل نصلّي، لم يرد منّا ذلك، فذكر ذلك للنبي صلى الله عليه وسلم فلم يعنف واحد منهم .

په دې روایت کې صحابه کرام رضي الله عنهم په دوو ډلو وېشل شوي دي یوې ډلې په لاره کې لمونځ وکړ او بلي بنو قریضه ته ورساوه، دلته لومړۍ ډلې د رسول الله له امر (لا يصليّن أحد العصر إلاّ في بني قريظة) نه دا مراد کړه چې بنو قریظه ته باید په بیړه ځانونه ورسوو او همدا د هغه مطلب و پاته شوه د لمانځه خبره هغه باید په خپل وخت اداء کړل شي، او دویمي ډلې د هغه له امر نه دا مراد ترلاسه کړی و چې باید بنوقریظه ته لمونځ ورسوو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دواړه ډلې په خپل اجتهاد کې په حقه وبللې ځکه یې یوې ته هم څه ونه ویل: فذكر ذلك للنبي صلى الله عليه وسلم فلم يعنف واحد منهم .

دویم روایت ابوداود او حاکم روایت کړی ده، عمرو بن العاص رضي الله عنه وايي: د ” ذات السلاسل ” په غزا کې په یخه شپه کې جنب شوم، نو ووېریدم که غسل وکړم هسي نه له یخه مړ شم ، نو تیمم مې وکړ او د سهار لمونځ مې وکړ، دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسیدله هغه راته وویل: ای عمرو! د جنابت په حال کې دي خپلو ملګرو ته لمونځ ورکړ؟ ما د غسل نه کولو سبب ورته وویلې او ورته ومې ویل ما په قران کې اوریدلي دي چې وايي: او خپل ځانونه مه وژنئ بې شکه الله په تاسو مهربانه دی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وخندل او هیڅ یې هم ونه ویل. عن عمرو بن العاص رضي الله عنه قال: احتلمت في ليلة باردة في غزوة ذات السلاسل، فأشفقت إن اغتسلت أن أهلك، فتيمّمت ثم صلّيت الصبح، فذكر ذلك للنبي صلى الله عليه وسلم فقال: يا عمرو صلّيت بأصحابك وأنت جنب؟ فأخبرته بالذي منعني من الاغتسال، وقلت: إني سمعت الله يقول: ﴿ولا تقتلوا أنفسكم إن الله كان بكم رحيماً﴾ [النساء: 29] فضحك صلى الله عليه وسلم ولم يقل شيئاً .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د