اسلام اباد: دجماعت العلماء الاسلام (ف) ګوند یوه مشرکارکن ووژل شو

(نن ټکي اسیا جنوري ۲۰۱۱/۰۲) دپاکستان له پلازمینی اسلام اباد څخه په یوه تازه خبرکی ویل شوي چي ددغه هیواد دعلماء دګوند دمولنا فضل الرحمن څانګی یوه مشر کارکن  عظیم خان دنامالووسلوالو له لوری په ډزو سره وژل شوی دی.

امنیتي سرچینو خبرورکړی دی چی عظیم خان نواخان سیمی ته څیرمه دوسلوالو له لوری په ډزو سره لګیدلی او وژل شوی دي.

پولیسو خبرورکړي دي چي خان له خپل اصلي ټاټوبی بیبو خیل کلي څخه دلکی مروت ښارګوټي  به لور دراتلو په حال کی وو چی وسلوالو یی موټرپه نښه کړ او ویی وژی، په نښته کی دنوموړي یو ساتونکی هم ژوبل شوی دي چی اوس مهال دلکی مروت ښارمرکزي روغتون کی تردرملنی لاندی دي.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د