افغانستانخبرتیاوی او پیغامونه

ستر علمي او جهادي شخصيت شيخ الحديث محمود شاه تيلوي وفات شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان وتلی علمي او جهادي شخصيت شيخ الحديث مولوي محمود شاه تيلوي د هجرت په ديار کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

د ارواښاد جنازه نن دوه بجې نصرت مېنه شمشتو کې ادا کيږي.

شيخ رحمه الله خپل ژوند د قرانکريم، احاديثو او نورو ديني علومو په خدمت کې تېر کړی دی.

د خپل عمر په اوږدو کې د پېښور حديقة العلوم، جامعة تعليم القران والسنة او ګڼو نورو مدرسو کې يې د شيخ الحديث په توګه تدريس کړی دی.

د دې تر څنګ يې د نصرت مېنې دارالعلوم الاسلامية النعمانيه کې هم د حديثو لويه دوره تدريسوله.

شيخ تيلوي رحمه الله د علم په رسولو کې ډېر حريص و او د همدې لپاره يې عامو خلکو ته هم خپل مسجد «کلينيک جومات» کې د حديثو او قرانکريم د ترجمې ورځني درسونه لرل او کال کې به يې يو ځل د سيمې علماوو او طالبانو ته د ميراثو دوره هم کوله.

شيخ محمود شاه رحمه الله دوه علمي اثار لري.

اول. الدرر السنيه في ادلة الحنفية-

دوهم: مثير الغرام شرح بلوغ المرام په درې ټوکو کې دی.

دواړه کتابونه په عربي ژبه ليکل شوي دي.

شيخ محمود شاه رحمه الله له اوږدې مودې په فالج، شکر او ګڼو نورو ناروغيو اخته و او تېره شپه يې د ۶۲ کالو په عمر د اجل داعي ته په داسې حال کې لبيک ووايه، چې نړۍ کې يې خپل اولادونه نه دي پاتې، مګر د افغانستان او پاکستان په لر و بر کې زرګونو شاګردان پاتې شول.

انا لله وانا اليه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

إنا لله وإنا إليه راجعون, اللهم اغفر له وارحمه وعافه واعف عنه وأكرم نزله ووسع مدخله, واغسله بالماء والثلج والبرد, ونقه من الخطايا كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس, وأبدله دارا خيرا من داره وأهلا خيرا من أهله وزوجا خيرا من زوجه, وأدخله الجنة وأعذه من عذاب القبر ومن عذاب النار, اللهم عبدك ، وابن عبدك, وابن أمتك كان يشهد أن لا إله إلا أنت, وأن محمدا عبدك ورسولك, وأنت أعلم به, اللهم إن كان محسنا فزد في إحسانه, وإن كان مسيئا فتجاوز عن سيئاته, اللهم لا تحرمنا بعده ولا تفتنا بعده…

Hameed

انا لله و انا الیه راجعون اللهم اغفره وارحمه وأدخله الجنّة، وأعذه من عذاب القبر ومن عذاب النّار

اللهمّ اجعل قبره روضةً من رياض الجنّة، ولا تجعله حفرةً من حفر النّار

محمدی

انا لله و انا الیه راجعون اللهم اغفره وارحمه وأدخله الجنّة، وأعذه من عذاب القبر ومن عذاب النّار

اللهمّ اجعل قبره روضةً من رياض الجنّة، ولا تجعله حفرةً من حفر النّار

khalidafghan

انالله واناالیه راجعون اللهم اغفره وارحمه واعف عنه ولساﺉرالمومنین

محمودالغزنوی

إنالله وإناإليه راجعون,,أللهم ارحمه وجعل الجنة مثواه

سعید

انا لله و انا الیه راجعون اللهم اغفره وارحمه وأدخله الجنّة، وأعذه من عذاب القبر ومن عذاب النّار

اللهمّ اجعل قبره روضةً من رياض الجنّة، ولا تجعله حفرةً من حفر النّار

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x