نړۍ

کراچي: پرشعیه ګانو باندي له ډزو څخه وروسته دوه بسونه وسوځول شول

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۳۱)کراچي: قهرجنو شعیه ګانو هغه وخت دکراچي ښارابوالحسن اصفحاني سړک باندی دوو دسولرلیو بس موټرانو ته اور ورته کړ کله چی دنامالومو وسلوالو له لوري دپاسپان عزای پرکارکنانو باندی ډزی وشوي اودوه کسه یی ژوبل کړه

دکراچي ښاردحالاتو شنونکي وایی که څه هم په دي وروستیوکی دښارامنیتي چارواکی لویی خبری کوي چی ښارکی یی امنیت رامنځ ته کړ ی دي خو مونږوینو چي یوځل بیا وسلوال خلګ په نښه کوي او وژنی یی.

نن ماښام دوو نامالومو وسلوالو دکراچي ښارګلشن اقبال ښارګوټي ابوالحسن اصفحاني سړک باندی دشعیه مذهبه ځوانانو یولاریون په نښه کړ چی له امله یی دپاسپان عزای دوه کارکنان هریو عسکری رضا او علی مهدي ژوبل کړو چی وروسته سیمه کی نژدی شخصي روغتون یو وړل شول.

دتیري جمعی په شپه هم نامالومووسلوالو دکراچي ښار دجناح روغتون یو پیژندل شوی ډاکټر سلیم خارال وویشتی اوځای پرځای یی ووژی. همدارنګه ددیسمبر پر۲۷تمه نیټه باندی نامالومووسلوالو یو مذهبي مشر مفتی عبدالصمد سومورو په ډزو سره وویشتو اونوموړی یی ځای پرځای ووژی.

وروستي خبرونه وایی چی دنن ورځی له ژوبلو کسانو څخه عسکري رضا په روغتون کي دسختو ټپونو له کبله ساورکړه.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x