نړۍ

له نامالومه لوري دکوټي پرښارباندی دوه راکټه راپریواتو

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۳۱) له تیري ورځي موټربم چاودني څخه وروسته نن یوځل بیا دکوټي پرښارباندي له نامالومه لوري څخه دوه راکټه راپریواتو.

که څه راکټونو کومه مرګ ژوبله نه ده اړولي خوخلګو کی یی څه ناڅه ویره خپره کړی ده، اول راکټ چی له نالومه لوري څخه توغول شوی وو دکوټي ښارپه شمال کی سبزل سړک باندي مړي په نښه کړو(هیدره )کي ولګیدی، دوهم راکټ بیا داول راکټ څای ته څیرمه سپینی سړک باندی دکرنی پرځمکه باندی ولګیدی.

دښارپه دوو لویو روغتونونوکی دراکټونو له لګیدلو څخه وروسته بیړني حالت اعلان شوی وو چی له امله یی خلګو کی ویره خپره شوه، چارواکی وایی تراوسه پوری مالومه نه ده چی راکټونه دچاله لوري توغول شوی دي اونه هم چاتراوسه پوری دپیښی پړه په غاړه اخیستی ده. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x