لومړۍ الوتونکی موټر به په ۲۰۱۷ کې بازار وړاندې شي (ویډیو)

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د تیرې هفتې په نړیوال نندارتون کې ایروموبایل (AeroMobile) موټر جوړونې کمپنۍ خپل نوی موټر نندارې ته وړاندې کړ.

د ایروموبایل کمپنۍ دغه نوی موټر کولی شي هم په سړکونو او هم په هوا کې سفر وکړي. د کمپنۍ په وینا دغه موټر به په ۲۰۱۷ زیږیدیز کال کاروونکو ته وړاندې شي.

له ۲۰ کاله څیړنو وروسته دغه کمپنۍ وتوانید خپل لومړۍ الوتونکی موټر کاروونکو ته وړاندې کړي کوم چې کولی شي د پيټرول په مرسته په هوا والوزي.

دغه نوی موټر کولی شي په هوا کې د ۱۲۴ میل في ساعت سرعت سره حرکت وکړي چې دغه سرعت به يي په سړکونو ۹۹ میل في ساعت ته کمه شي.

دغه موټر له یو خاص ډول اوسپنې څخه جوړه شوې او دوه څوکۍ لري چې د موټر چلوونکی کولی شي خپل یو ملګري ته هم له ځان سره چکر ورکړي.

دغه موټر د عادي موټرو په پرتله نرۍ او اوږد دی. دغه موټر ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میل سفرونو لپاره ډیزاین شوی.

د دې موټر بیه لا نده معلومه خو ایروموبایل کمپنۍ ویلي چې ډیر ژر به د دغې موټر بیه هم اعلان کړی. د کمپنۍ په وینا د دغې موټر بیه به څو لکه ډالره وي.