fbpx

نيتنياهو: زما په واکمنۍ کې فلسطينيان خپل دولت نه شي جوړولای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د اسراييلي صهيوني ښکېلاک صدر اعظم بنيامين نيتنياهو وايي، چې فلسطينيان به ترې ښه ورځ په سترګو ونه ويني او که دوهم ځل ټاکنو کې دی يو ځل بيا د اسراييلو صدر اعظم شي، فلسطينيان به خپل دولت جوړولو ته نه پرېږدي.

نن اسراييلو کې پارلماني ټاکنې دي او ويل کيږي، چې د واکمن ګوند او اپوزيسيون تر منځ سخته سيالي روانه ده.

د نيتنياهو «ليکود» ګوند تمه لري، چې تر ډېره پر اسراييلو خپله واکمني وچلوي او هڅه کوي، چې خپل سيال «صهيوني اتحاد» پر وړاندې ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي.

د اسراييلو ګارګر ګوند او ايتلافيان يې وايي، چې دوی به فلسطين او نړيوالې ټولنې سره ښې اړيکې ساتي، مګر نيتنياهو ويلي، چې فلسطيني خاوره فلسطينيانو ته سپارل دا معنا لري، چې اسراييل د اسلامپالو د بريدونو لپاره لار هواروي.

اسراييلي صدر اعظم ان ار جي خبري ويبپاڼې سره په خپلو خبرو کې وويل، که دی يو ځل بيا د اسراييلو صدر اعظم شو، نو د ده په واکمنۍ کې به فلسطينيان ښه ورځ ونه ګوري او نه به فلسطين فلسطينانو ته وسپاري او هر څوک، چې د ده د خبرې مخالفت کوي، هغه خلک په سراب پسې روان دي.

۲۰۰۹ز کال کې نيتنياهو د فلسطيني دولت ملاتړ په دې شرط کړی و، چې فلسطينيان دې وسلې پر ځمکه وغورځوي او فلسطين دې د اسراييلو يوه برخه «اسراييلي فلسطين» هېواد وبلل شي.

د اسراييلي چارو څارونکي وايي، چې کېدای شي روانو پارلماني ټاکنو کې د نيتنياهو مخالف ګوند «صهيوني اتحاد» ډېرې څوکي وګټي او له اوږدو خبرو اترو او جوړ جاړي وروسته به دواړه ګوندونه په ګډه يو ايتلافي حکومت جوړ کړي.

نيتنياهو پر خپلو مخالفينو تور لګوي، که واک ته ورسيږي، نو د فلسطين په اړه به د اسراييلو له دعوې تېر شي او د اسراييلو ټولې هڅې به له خاورو سره خاورې کړي.

نيتنياهو دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې تېره مياشت مصري محکمې فلسطين کې د اسراييلي ښکېلاک پر ضد جنګېدونکې جهادي غورځنګ «حماس» ترهګر اعلان کړ.

دڅارونکو په اند مصر دا کار د اسراييلو په امر کړی دی.

مصر کې پر منتخب ولسمشر دکتور مرسي له پوځي کودتا وروسته پر غزه د اسراييلي ښکېلاک د بريد پر مهال د عبدالفتاح السيسي په مشرۍ کودتايي رژيم د غزې يوازينی «الرفح» سرحد هم تړلی و او په پټه يې د اسراييلو ملاتړ هم کاو.

سربېره پر دې مصري پوځ د مصر سرحد ته څېرمه د غزې بې دفاع ولس ګڼ کلي ويجاړ کړل.

د مصر اسراييل پلوي پوځ غزې ته غځېدلي هغه تونلونه هم ونړول، چې د غزې خلکو ترې درمل، خواړه او د سون مواد لېږدول.

د اسراييلو او مصر د ګډو ظلمونو له امله د غزې دوه ميليونه بې دفاع ولسي وګړي د ژوند له لومړنيو اسانتياوو بې برخې شوي دي.

څارونکي وايي، چې هېڅ ګوند هم واضح اکثريت نه شي تر لاسه کولای او که هر يو يې بريالای شي، نو د حکومت جوړولو لپاره د بل ګوند ملاتړ ته اړتيا لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

دا فرعون د الله پاک داسی هلاک کړی لکه د لوط علیه سلام قوم یی چی ټول تباه کړ. تر څو چی دا بی سلاح او عاجز مسلمانان ځنی خلاص شی. الله آمین