افغانستان

جوزجان:‌ د پولیسو ډزو د قرقین لاریون د مخنیوي پرځای؛ دویمې ورځې ته اوږد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د جوزجان ولسوالي د قرقین ولسوالي اوسېدونکو هغه لاریون چې پرون پیل شوی و، نن هم روان دی او سلګونه لاریون کوونکي د دې ولسوالي په مرکز کې راټول شوي دي او د خپلو وژل شویو او ټپیانو پوښتنه کوي.

پرون د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالي کې پولیسو په لاریون کوونکو ډزې وکړي، چې شپږ تنه يې ووژل او پنځلس نور يې ټپیان کړل.

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي چې دوی ځکه پر لاریون کوونکو ډزې وکړي چې لاریون کوونکو د قرقین ولسوالي په تعمیر او د امنیه قومنداني په دفتر د یرغل نیت درلود.

لاریون کوونکو غوښتل چې له امو سیند څخه هغه غاړې ته واوړي او د شیرین بویه په نامه بوټي راټول کړي چې سیمه ییزو چارواکو يې پر وړاندې خنډ جوړ کړ.

د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمن محمودي وايي چې سلګونه لاریون کوونکي د طالبانو پلویان دي او غوښتل يې چې د ولسوالي امنیتي مسوولین خلغ سلاح کړي، خو لاریون کوونکي وايي چې دوی یوازې د شیرین بویه بوټي راټولولو ته وتلي و، چې امنیتي ځواکونو يې مخه ونیوه، دوی لاریون وکړ او هغوی پرې دزې وکړي چې نږدې یو ویشت تنو ته يې مرګ ـ ژوبله واړوله.

نن هم لاریون کوونکي نیت لري چې د ولایت مرکز ته خپل لاریون وغځوي او د خپلو وژل شویو او ټپیانو د قاتلینو غوښتنه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونه پر لاریون کوونکو ډزې کوي، بلکې تر دې وړاندې هم په پلازمېنه کابل کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ننګه راوتلي لاریون کوونکي د کابل د پولیسو له خوا په نښه شول، چې پکې څلورو تنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

په تېرو څو کلونو کې د قرقین او خماب ولسوالۍ زیات خلک د شیرین بویه د راټولو لپاره د امو سیند هاخوا تلل او له دغې لارې يې ښه عاید لاسته راوړل، دغه بوټی زیاتره پاکستان او هند ته صادریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x