له حقه تېښته

دادمحمد ناوک

ټولو له یوې بلې خوا خبرې وکړي، په پاي کې ټولو ولید ته مخ کړ:
ـ ته يې باید په خبرو پوی کړې، چې زموږ د خدایانو بد دې نه وايي، زموږ پلرونه دې کم عقلان نه بولي.

د ټولو په خوښه له هغه سره د مذاکراتو لپاره ولید وټاکل شو، هغه هم له دارلندوه ولاړ شو، د کعبې دېوال ته ډډه وهلي سړي ته کېنوست:
ـ یا محمد! دا دې څه شي شروع کړي، قوم دې سره وپاشه، پلرونه مو بې عقلانو بولې، خدایان مو ښه نه یادوې، څه در شوي؟ که مریض يې موږ ټول تیار یو چې پیسې راټولې کړو او تر ټولو ښه ډاکټر درته راولو، چې جوړ شې او که بیا دې له دې کاره پیسې مقصد وي، بیا به هم دومره درته راټولې کړو، چې تر ټولو به ته شتمن شې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم دېوال ته ډډه وهلی ناست دی، په ارامو مغزو يې غوږ ورته نیولی، ولید وړاندې وویل:
ـ  که دې مقصد بیا مشري او سرداري وي، دا هم درسره منو، د مکې سردار به دې کړو، که ښځه غواړې، چې په کومه دې لاس کېښود درکوو يې، چې څه شی غواړي درته تیاروو يې، پر تا ویل پر موږ منل؛ خو دا کار دې پرېږده او قریش له دې غمه خلاص کړه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:
ـ خبرې مو خلاصې شوې؟
ـ هو.
ـ اوس نو ماته غوږ ونیسئ!

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حم ﴿۱﴾
تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۲﴾ كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ بَشِيرًا وَنَذِيرًا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿۴﴾ وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ وَفِي آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِن بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ ﴿۵﴾ قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ ﴿۶﴾ الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۷﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ﴿۸﴾ قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۹﴾ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاء لِّلسَّائِلِينَ ﴿۱۰﴾ ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴿۱۱﴾ فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاء أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۱۲﴾ فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ ﴿۱۳﴾

د «صاعقې» پر اورېدو، ولید پرې ور منډه کړه، په خوله يې لاس ور کېښود:
ـ د خدای په خاطر رحم! د خدای په خاطر رحم!

رسول الله صلی الله علیه وسلم، د فصلت سورت د سجدې تر ایاته تلاوت کړ، سجده يې وکړه او ورته ويې ویل:
ـ تاسې ته زما له خوا همدا ځواب و.

ولید ګنګس را ولاړ شو، زنګیدلی په سوچ کې دارلندوه ته ور روان دی، تر اوسه يې دومره اندازه قران شریف په ارامه فضا کې په تفکر نه و اورېدلی، قریش خپلو کې سره وډنګېدل:
ـ سړی چې څنګه تللی و، هغسې نه دی را روان!

دی سوړ کېنوست، دوی غاړې پرې را اوږدې کړې:
ـ څه دې وکړل؟

ولید پرلپسې لګیا شو:
ـ والله که مې داسې خبرې په ژوند اورېدلې وي، خوږې خبرې وي، ښایسته خبرې وي، لفظ يې مېوه دار او معنی يې د سړي تنده زیاتوي، د ده خبرې په هر چا تاثیر کوي، د چا خبرې د ده په خبرو اغېز نشي کولای.

دوی په حیراني ترې وپوښتل:
ـ خپل دین دې پرېښود!؟

ـ نه، دین مې نه دی پرې ايښي، خو داسې خبرې مې والله که په ژوند اورېدلې وې!
ـ دا شعر دی.
ـ نه والله، په تاسې ټولو کې زه په شعر او د شعر په اصولو ښه پوهېږم. دا د محمد کلام شعر نه دی.
ـ بیا نو کوډګر دی.
ـ نه، کوډګر زه پېژنم، د هغو د شیانو سوځول، د اور بلول ټول چلونه يې راته معلوم دي.
ـ نو لېونی دی.
ـ څه سره وایاست! لېونی، د لېوني حرکتونه پېژنم ان میرګیانی مرض پېژنم، خو په ده کې يې یوه نښه هم نشته.
ـ بیا نو جاودګر دی.
ـ نه، جادوګر خو مې لیدلی، د غوټو تړل مې يې لیدلي، پوکي مې يې لیدلي، په محمد کې دا خبرې نشته.
ـ موږ دې حیران کړو، نو څه درته ووایو!
ولید وویل:
ـ یا قوم! زما خبره منئ!
ـ ته خوو ووایه!
ـ دوه کاره دي، چې باید یو پکې انتخاب کړئ!
ـ وایه!
ـ یا به يې پیروي کوو، ځکه خبرې يې حق دي.
ـ په تا يې هم جادو کړی، د خپلو پلرو دين څنګه پرېږدو!؟
ـ ښه نو چې دا نه منئ، بیا داسې وکړئ، خپل کار ته يې پرېږدئ که پکې بریالی شو، بریا يې د قریشو بریا ده، ځکه د قوم سړی مو دی، او که چا پکې له منځه یووړ، دا هم هغه څه دي چې تاسې يې غواړئ!
ـ نه والله، خلک باید نږدې ورپرې نه ږدو!

حق ته نږدې ولید، حق ته شا کړه او مشوره يې ورکړه، چې بیايې نو باید په جادوګر مشهور کړو، چې خلک سره ويشي او خلک باید ترې لرې واوسي.

یادونه: دغه لنډه لیکنه مې، د مولوي عنایت الله حفظه الله له غږیز تقریر نه په ګټې برابره کړه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حقیار صاحب لہ ایرانه
میلمه

بس توخبری مو ملغلری وی مننه خوشحال اوسی دیر په زره پوری

یواری رازی په( نبی کریم ص )تراندازی زیاد درود شریف ووایو