
د سږني کانکور پایلې اعلانېږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وايي چې د سږني اخیستل شوي کانکور پایلې به ډېر ژر د دې وزارت په رسمي برېښنا پاڼه پر لیکه شي.
د لوړو زده کړو وزارت تدریسي مرستیال محمد عثمان بابري رسنیو ته ویلي چې دوی سږ کال په ټولیز ډول د لوړو زده کړو مؤسسو ته ۲۱۸۰۷تنه محصلین جذب شوي.
د بابري په خبره پورته شمېره محصلین د ۲۲۳۰۰ تنو له ډلې بريالي شوي، چې یوازې ۴۴۳ تنه يې پاتې شوي دي.
د سرچینې په قول په ورته توګه د نیمه لوړو زده کړو مؤسسو ته ۲۱۳۴۴ تنه بریالي شوي، په داسې حال کې چې دغه مؤسسې د ۴۳ زره تنو دجذب ظرفیت لري.
که څه هم د لوړو زده کړو وزارت مسوولین د کانکور پایلو ته خوښ بريښي او په خبره يې د پاڼو د ارزولو لپاره يې دقیق پلاوی ټاکلی و، خو ځینې سرچینې وايي چې لاسوهنه پکې وه.
د هېواد تعلیمي مؤسسو ته په داسې حال کې زرګونه تنه بریالي کېږي، چې له همدې مؤسسو فارغ شوي زرګونه تنه بیا د کار د نشتوالي له امله شکایت کوي.