افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې د داعش حضور ګواښونکی نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی «نیکولاس هیسم» وايي چې په افغانستان کې د داعش موجودیت دومره قوي نه دی چې په عملي ډګر کې چا ته ګواښ متوجه کړي.

نیکولاس هیسم د دوشنبې په ورځ د امنیت شوری په غونډه کې وویل:

«زمونږ معلومات په افغانستان کې د داعش موجودیت ښيي، خو زمونږ په باور داعش په افغانستان کې ژورې ریښې نه لري».
نوموړي زیاته کړه:

«افغانستان کې د داعش په اړه له دې کبله اندیښمن نه یو چې ګویا دغه ډله پخپل ذات کې دومره قوي ده چې نورو ته ګواښ متوجه کړي، بلکې اندیښمنه مو له دې کبله ده چې امکان لري د داعش تر بیرغ لاندې سخت دریځي ډلې راغونډې شي».

د اینډیپنډنټ ورځپاڼې په وینا، د نیکولاس هیسم اندیښنه له دې امله ده چې ښايي د داعش له «نامه» څخه نورې وسلوالې ډلې «الهام» واخلي، نه دا چې دغه ډله د ګواښ تر حده پیاوړې ده.

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر «ظاهر طنین» هم د داعش په هکله د پاموړ اندیښنه نه لري، نوموړي په یادې غونډې کې وویل چې داعش نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته د لاسرسۍ «هڅې» کوي، خو زیاته یې کړه چې «زمونږ اصلي دښمنان طالبان دي».

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر امنیتي چارواکو هم په هیواد کې د داعش حضور یوازې تبلیغات ګڼلی دی. په دې لړ کې د پکتیا امنیه قومندان زلمي اوریاخیل په پکتیا کې د داعش د نفوذ راپورونه په کلکه رد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې د دې ولایت په هیڅ سیمه کې داعش فعالیت نه لري.

دا لومړی ځل دی چې ملګري ملتونه او افغان چارواکي په افغانستان کې د داعش حضور ګواښونکی نه بولي، له دې وړاندې داسې څرګندونې کیدې چې داعش په افغانستان پیاوړی وسلوال خوځښت لري.

یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې امریکایان د داعش د نامه پلمه غواړي چې په افغانستان کې له یوې خوا د خپل پوځي شتون د غزولو په موخه د نړیوالو او افغانانو اذهان اغفال کړي او له بلې خوا په سیمه کې د روسیې په ګډون حریف هیوادونه د داعش په نامه تهدید کړي.

باید وویل شي چې د امنیت شوری په پرونۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې د سفیر مرستیال «ولادیمیر سفرونکوف» د داعش په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د افغانستان په شمال کې د دغې ډلې فعالیت روسیې لپاره اندیښمنوونکی دی.

د تیرې فبروري په میاشت کې د طالبانو مشهور قومندان ملا عبد الروف خادم د امریکایانو په هوايي برید کې ووژل شو، د نوموړي په اړه ویل کیدل چې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر دی، خو نوموړی د دغې دندې د تائید په اړه هیڅ خبره له رسنیو سره نه وه کړې.

کتونکي په دې باور دي چې ملا عبد الروف خادم ځکه په ډیره بیړه ووژل شو چې امکان وه نوموړي دغه اوازې رد کړې وای او په افغانستان کې يې د داعش د حضور له روانې تبلیغاتي جګړې څخه پرده پورته کړې وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x