نړۍ

بیړنی خبر : کوټه کې زورورې چاودنې27 تنو ته مرګ ژوبله واړوله

.

نن ټکی اسیا/ بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې زوروره چاودنه شوې .

له کوټې نه په یوتازه رارسیدلي خبر کې ویل شوې چې دا چاودنه د ښار په مرکزي برخه ارباب کرم خان روډ باندې ترسره شوې چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ژوبل شوي چې سیمه ایز ملکي روغتون ته رسول شوي دي . په ټپیانو کې ددوو تنو حال نازک ښودل شوی دي .

دسیمه ایزو پولیسو مشر رسنیو ته ویلې چې چاودنه دپخواني نګران اعلی وزیر او وفاقي وزیر نصیر منګل دزوي په کور کې دیوموټر په واسطه رامنځ ته شوه .

په خبر کې ویل شوي چې د چاودنې اواز ډیر لیرې هم  اوریدل شوی او په سیمه کې په شاوخوا ودانیو کې اور لګېدلي چې داور وژنې ډله په اور په قابو کولو لګیا دي .دچاودنې له امله دڅېرمه  دکانونو شیشې ماتې شوې دي او په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دي .

عابر مسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x