افغانستان

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو کال لپاره نور تمدید شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو کال لپاره نور تمدید کړ.

یاده پریکړه تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په یوې ځانګړې ناسته کې په نیویارک کې وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې ۵ دایمي او ۱۰ موقتي غړي هېوادونه لري په بشپړ اکثریت سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت تر ۲۰۱۶ز کال مارچ میاشته پورې تمدید کړ.

ملګرو ملتونو ویلي چې یوناما به د نړۍ په کچه خپلو ملکي فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

په عین حال کې امنیت شورا ټینګار کړی چې یوناما (په افغانستان کې د ملګرو ملتونو همکارۍ دفتر) به په خپلو فعالیتونو کې د قانون تطبیق، د نشيي توکو مخنیوی او په بشري حقوقو په برخه کې به همکاري او بشري مرستو ته به ادامه ورکړي.

دوی همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان حکومت او د افغانستان خلکو سره مرستې وکړي.

په دغه ناسته کې دا پریکړه هم وشوه چې په اینده شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ټولو کارونه به ارزیابي کیږي.

په افغانستان کې د یوناما رییس نیوکولاس هیسم هم د ملګرو ملتونو وروستۍ پریکړه ستایلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x