افغانستان

طالبان: د ملي شتمنیو ساتنه زمونږ شرعي او ملي دنده ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): طالبانو په خپلې اونیزې تبصرې کې د ملي شتمنیو او عام المنفعه تاسیساتو د ساتنې په اړه څرګندونې کړي او ویلي يې دي چې د ملي شتمنیو ساتنه، ژغورنه او رغونه یوه ستره دیني او ملي وجیبه ده.

دا تبصره چې د طالبانو رسمي دریځ څرګندوي، د عام المنفعه تاسیساتو جوړول او ساتل د اسلامي نظام د ټینګښت او بقا لپاره «یو مبرم ضرورت» بولي او زیاتوي چې ټولګټي تاسیسات د ملت مشترک مال او ورانول یې ناروا عمل او لویه ګناه ده.

د طالبانو په اونیزه تبصره کې راغلي:

«عام المنفعه تاسیسات – لکه لارې، پلونه، تونلونه، د اوبو بندونه، د اوبه خور سیستمونه، بریښنا کوټونه، د بریښنا د انتقال مرکزونه، د کانونو د استخراج، د نفتو د تصفیې مراکز او سامان آلات، تعلیمي ادارې، مدرسې، مساجد، ښونځي، پوهنتونونه، صحي مراکز، کلینکونه، روغتونونه او نور – دا ټول د ملت مشترک مال دی، ګټه او تاوان یې عام ولس ته رسیږي او ورانول یې نه یوازې دا چې د انسانیت ضد جنایت دی، بلکې د اسلامي شریعت له مخې یو ناروا عمل دی؛ ځکه عام المنفعه تاسیسات د بیت المال یوه برخه ده، او د اسلام د مبارک دین د احکامو له مخې له بیت المال سره په لوی لاس بې پروايي کول یا یې له منځه وړل لویه ګناه ده».

د تبصرې لیکوال د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پیغامونو ته په اشارې لیکي چې نوموړي تل په خپلو پیغامونو کې د شخصي او ملي شتمنیو د حفاظت او د ولس د سر، مال او عزت د ساتنې امر کړی.

تبصره د عام المنفعه تاسیساتو ساتنه او ژغورنه د طالبانو دنده بولي او کاږي چې دوی د هیواد د خپلواکۍ، ازادۍ او اسلامي نظام د قیام لپاره «مقدس جهاد» پیل کړی ځکه نو د هیواد د عام المنفعه تاسیساتو ساتنه او ژغورنه د دوی د هر فرد شرعي او ملي مسئولیت دی.

طالبانو په خپلو خلکو غږ کړی چې تر خپلې وسې د ملي شتمنیو د تخریب مخنیوی وکړي، او د هغه چا په وړاندې یې د جدي اقدام ګواښنه کړې چې ملي شتمنیو ته زیان اړوي او عام المنفعه تاسیساتو ته ضرر رسوي. تبصره په پای کې لیکي:

«اسلامي امارت به د هر هغه چا په وړاندې د اسلامي شریعت په رڼا کې کوټلي ګامونه پورته کوي چې ولس او هېواد ته د زیان رسولو مرتکب شي».

که څه هم په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له برید وروسته تل په طالبانو تور پورې کیږي چې ښوونځي او پلونه نړوي، خو طالبانو بار بار دغه تورونه په کلکه رد کړی او دغه ډول تخریبي اقدامات او ادعاوې یې د دښمن لخوا د دوی د بدنامولو هڅې بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ای کاش چی تاسی د بامیان بت په هکله هم همداراز نظر لرلای – اوس به مونږ ولی دومره کړیدو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x