نړۍ

جمال تره کي ! ژوندمې په خطر کې دي .

303015_2192202484656_1234963463_1869705_2038053093_n
دبلوچستان ایالت دکوټې ښارکې اوسیدونکي تکړه اونوموتی ژورنالست جمال تره کی وایي چي ژونديې له درانه ګواښ سره مخ دي .
نوموړي وايې چي حکومت یې دامنیت ساتلولپاره هیڅ ګام نه دي پورته کړي اونه ورسره تراوسه دپولیسواوامنیت ساتلوکومې ادارې  اړیکه نیولي ده .


جمال تره کی دخروټ دهغې پیښې په کومه کې چې څومیاشتي وړاندې پاکستاني پولیسولخوا ددریو ښځوپه ګډون پنځه بې ګناه چیچن مسلمانان ووژل شول ،عینی شاهد اوپرعین وخت دپیښې دویډیوجوړونکي دي . دنوموړي  ویډيوچي کله دټلویزوني شبکوله خوانشرکړل شوه نو ګڼ شمیرسوالونه یې راپورته کړل اودپولیسوله جعلي مقابلي او جنایت ځخه يې پرده پورته کړه .نوموړی څوڅو ځله ګواښل شوي چې نوردي ددغې پيښې له څیړلوځخه ډډه وکړي ګني دروندګذاربه وویني .
پرون چي کله په یاده پیښه کي دوژل شويوکسانوطبي معاینه کونکي ډاکټرباقرشاه ووژل شوو ، نودی یې هم وارخطاکړي ،  اووایې چي ژوندیې له ګواښ سره مخ دي  . ولي چي دیادې پیښې په افشااوهویت کې   دوي  دواړومرکزي رول ترسره کړ.‎‎
جمال تره کي  ددي ترڅنګ چي تکړه ژورنالست دي ورسره ډيرپه زړه پوري کارټونونه هم لیکي چي دپاکستان په ډيری ورځپاڼوکي خپریږي. 

 

                                                ندیم توخي

‎‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x