سامسنګ، بلیک بیري او ای بي ایم (IbM) په ګډه کار پیل کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د تیرې ورځې له نړیوال نندارتون څخه وړاندې د بلیک بیری کمپنۍ اعلان وکړ چې سامسنګ، بلیک بیري او ای بي ایم کمپنۍ د یو نوی ټیبلېټ جوړولو لپاره په ګډه کار کوي.

د بلیک بیري کمپنۍ ویاند رسنیو ته د ټیبلېټ معرفي کولو سره وویل چې دا به د سامسنګ، ای بي ایم او بلیک بیري لخوا جوړ شوی لومړۍ ټیبلېټ وي. دغه ټیبلېټ سیکو ټیبلېټ (SecoTablet) په نوم نومول شوی.

دغه ټیبلېټ تر دې مهاله کوم خاص ځانګړتیا نه لري او د سامسنګ کمپنۍ نورو ټیبلېټونو په څیر دی. دغه ټیبلېت نړیوال نندارتون ته د بلیک بیري کمپنۍ مشر جان چېن لخوا معرفي شو.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا دغه نوی ټېبلېټ د سامسنګ پخوانۍ ټیبلېټ سامسنګ ګیلیکسي ټب ایس ۱۰.۵ (Galaxy Tab S 10.5) سره کوم خاص توپیر نه لري خو د بلیک بیري کمپنۍ مشر وویل چې له ځینې خاص ځانګړتیاوې زیاتولو سره غواړي دغه ټېبلېټ د نړۍ په غوره ټېبلېټ بدل کړي.

ای بي ایم کمپنۍ د دغې ټیبلېټ وړتیا په برخه کې او بلیک بیري کمپنۍ د ټیبلېټ په امنیتي برخه کې په کار بوخت دي.