نړۍ

واشنګټن سعودي باندی د۲۹ ملیارډوډالرو په ارزښت جیټ الوتکی پلوري

السعودية(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۳۰) دامریکي متحده ایالاتو له سعودی عرب سره د۲۹ ملیارډو ډالرو په ارزښته یو تړون لاسلیک کړی، خبرزیاتوي ددغه تړون له مخی به امریکی متحده ایالات دغه هیواد ته د(ایس آی ۱۵ماډل )۸۴ الوتکی ورکوی.

دغه الوتکي دبوینګ شرکت جوړی کړی دي، چی په را دار اوبرقی جنګی سامان الاتو باندی سمبالی دي.

همدارنګه تړون کی داهم لیکل شوی دي چی دامریکي متحده ایالات به د۲۹.۴ ملیارډو ډالرو په لګښت سره ددغه هیواد ۷۰ زړی الوتکی چی مخکی یی له امریکی څخه پیرودلی وی په جدیدو سامان الاتو سمباله وي.

له یوه کال څخه زیاته موده کیږی چی دامریکي اوسني اداري ددغه هیواد له کانګریس څخه د۶۰ ملیارډو ډالروپه ارزښت سعودي عرب باندی د جنګي اوحربي لوازمو دپلورلو موافقه ترلاسه کړی وه چي له ۱۰ څخه ۱۵کالو پوری به دامریکي متحده ایالات دغه هیواد باندی ۶۰ ملیارډو ډالرو په ارزښت جنګی اوعسکري لوازم پلوري کوم چی اوسنی تړون هم دکانګریس دتیرکال دتوافقنامي یوه برخه ده.

دسپيني ماڼي یوه ویاند له خبري رسنیو سره دخبروپروخت وویل له سعودي عرب سره به دوسلي دپلورلو تړون دامریکی پرخراب اقتصاد باندي ښه اثرولري، نوموړی زیاته کړه ددغه تړون له مخي به هرکال دامریکي متحده ایالات له سعودي څخه ۳.۵ملیارډه ډالرترلاسه کوي، چی دابه دهیوادپرصادراتو اودخلګو لپاره ددندو په موندلوکی مرسته وکړي.

دسپینی ماڼي له لوري په صادر شوی بیان کی راغلی چی دسعودي عرب هیواد په سیمه کي دروانو حالاتو په اړه مهم رول لري اودعربي نړي په روانو ښورښتونو کی دغه هیواد ډیرمهمه دي.

راپورکی راغلی چی له تړون څخه په ډاګه څرګندیږي چی دامریکي متحده ایالات په سیمه کی سعودي عرب ته څومره اهمیت ورکوي،اوله دغه هیواد سره ټینګي او دایمي اړیکی غواړي، او هیواد یی هوډکړی چی سعودی عرب باید په سیمه کی برلاسی اوغوره فوځی ځواک ولري.

بخت الرحمن    بخت…..              (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x