نړۍ

داود اوغلو: د بشار او هټلر ترمینځ هیڅ توپیر نه شته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هغه څرګندونې غندلي دي چې له بشار الاسد سره یې د مذاکراتو چمتووالی ښودلی وه.

وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له CBS تلویزوني چاینل سره په مرکه کې وویل چې واشنګټن به بالاخره له بشار سره مذاکراتو ته کښیني تر څو په ډیپلوماتیکو لارو د سوریې شخړه پای ته ورسیږي. جان کیري زیاته کړه چې واشنګټن دا مهال د فشار په داسې لارو چارو غور کوي چې له مخې یې بشار الاسد خبرو ته مجبور کړي.

له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ دریځ دا وه چې بشار الاسد قانوني مشروعیت له لاسه ورکړی او که په هر قیمت وي باید له واک څخه ګوښه شي، خو دا لومړی ځل دی چې امریکايي چارواکي د بشار الاسد د عدم مشروعیت خبره نه یادوي.

ښاغلي داود اوغلو د سه شنبې په ورځ په پارلمان کې د خپل ګوند غړو ته په اونیزه وینا کې د بشار الاسد له رژیم سره د امریکا خبرې اترې له انساني وجدان سره په ټکر کې وبللې او زیاته یې کړه:

«د همدومره وژنو، قتل عامونو او کیمیاوي وسلو له استعمال وروسته که تاسو بیا هم له بشار سره کښینئ او روغبړ ورسره کوئ، نو تاریخ به هیڅکله تاسو دغه روغبړ ونه بښي».

ښاغلي داود اوغلو زیاته کړه چې له بشار الاسد سره روغبړ او ناسته د هټلر له ناستې او روغبړ څخه هیڅ توپیر نه لري.

نوموړي امریکايي او اروپايي ولس ته په خطاب کې زیاته کړه:

«که تاسو په امریکا او اروپا کې دیموکراسي او بشري حقوق غواړئ خو په مصر او سوریه کې بیا نه د دیموکراسۍ په غم کې یاست او نه د بشري حقوقو پروا لرئ، بلکې سر بېره پر دې له واکمنو رژیمونو سره مرسته هم کوئ، نو باید په دې وپوهیږئ چې په نړۍ کې به مو مصداقیت او رښتینولي هرومرو له مینځه ځي».

په ۲۰۱۱ کال د سوریې د حاکمې کورنۍ پر وړاندې په لومړي ځل سولییزې مظاهرې پیل شوې، خو دا مظاهرې وروسته له هغه په خونړیو وسلوالو نښتو واوښتې چې د بشار رژیم د سولییزو مظاهرو د ځپلو په موخه له زور څخه کار واخیست او د خلکو په ویشتلو یې لاس پورې کړ.

یاده دې وي چې ترکیې په خپله خاوره ۱.۷ میلیونه سوریايي مهاجرینو ته پناه ورکړې او د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ یې اعلان کړی چې د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې جنګیږي.

بشار الاسد چې شیعه مذهبه دی او د ایران څرګند ملاتړ تر شا لري، په تیرو څلورو کالو کې يې د کیمیاوي وسلو په استعمال سربیره، تر دوه لکو زیات سوریایان وژلي دي.

د بشري حقوقو لندن میشتې سوریايۍ ټولنې د راپور له مخې تر اوسه د بشار الاسد رژیم ۲۱۰۰۰۰ دوه لکه لس زره کسان وژلي دي چې تر نیمايي زیات یې ملکي وګړي دي. یاده ټولنه وايي چې په وژل شوو کسانو کې ۱۰۶۶۴ ماشومان او ۶۷۸۳ ښځې شاملې دي.

د بشري حقوقو په نړیوالو ادارو، ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي هیوادونو تل دا نیوکې کیږي چې یوازې هغه مهال د بشري حقوقو، ملکي تلفاتو او د ښځو د حقوقو غږ اوچتوي چې یا په کې خپله ګټه ویني او یا دوی ته په کې ګواښ متوجه وي، اما که مسلمانان وژل کيږي او دوی ته په کې زیان نه وي بیا یې د مخنیوي لپاره هیڅ ګام نه اخلي او په تشو احصائیو بسنه کوي.

وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان په امریکا سختې نیوکې کړې وې چې د سوریايي ملکي وګړو په وژنه یې خاموشي اختیار کړې. ښاغلی اردوګان ویلي وه چې امریکا په نوره نړۍ کې د بشري حقوقو په شعار سره د خلکو په احساساتو ملنډې وهي په داسې حال کې د لکهاوو سوریايي ملکي وګړو د وینو ننداره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x