نړۍ

نامالومو وسلوالو دخروټ اباد دپیښي طبي څیړونکي ډاکټرباقرشاه وواژه

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۹) کوټه: یوي پاکستانی انګریزي ورځپاڼي ډان نیوز خبر خپور کړ ی دی، چي ډاکټرباقرشاه دکوټی ښار شمال لورته سبزل سړک باندي دنامالومو وسلوالو له لوري په ډزو سره ووژل شو. ډاکټر باقرشاه دهغي پیښي طبي څیړونکی وو کوم چي روان کال دمی دمیاشتي پراولسمه نیټه دکوټي په خروټ اباد سیمه کی رامنځ ته شوی وه چیري  چي پولیسو اونیمه فوځي عسکرو څوتنه بهرنیانو باندی ډزي وکړي اوځاي پرځای یی ووژل.

ډاکټرباقرشاه دکوټي په مرکزي روغتون بولان میډیکال کمپلیکس کی دنده درلوده هغه وخت نامالومووسلوالو ترډزو لاندي راوستي کله چی نوموړي له روغتون څخه دکورپه لور سبزل سړک باندي روان وو.

ډاکټرباقرشاه له دی څخه مخکی هم یوځل دنامالومو کسانو له لوري ډبول شوی وو اونوموړی وپولیسوته ګوته نیولی وو چي پولیسو ډبولی دي، نوموړي زیاته کړه چي څو واري ورته دپولیسو له لوري ددي لپاره کواښ شوی دی چي دخروټ اباد دپیښي په اړه یی ولي رښتیا ویلی دي.

ډاکټرباقرشاه دخروټ اباد دپیښي په اړه دپولیسو له لوري پروژل شویو بهرنیانو باندي لګول شوی هغه تورونه ردکړه کوم چی پولیسو ویل له دی څخه وړاندي چي بهرنیانو باندي ډزی کوی دهغو له لوري ورباندی دلاسي بمونو برید ترسره شوی وو.
 ډان نیوز:
ژباړ: بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x