
پېښور: د امریکا د جاسوس شکیل افریدي وکیل ووژل شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان په پېښور ښار کې د امریکا د جاسوس شکیل افریدي وکیل په یوه وسلهوال برید کې ووژل شو.
شکیل افریدي امریکا سره د القاعده د مشر اسامه بن لادن په دقیق ځای ښودلو کې مرسته کړې وه.
د پېښور د پولیسو یو مشر ډاکتر میا سعید پاکستاني تلویزون ډان نیوز ته ویلي چې دا پېښه د پېښور په مربوطاتو کې د مترا په سیمه کې رامنځته شوې.
هغه زیاته کړې چې د اسامه بن لادن جاسوسي کوونکي شکیل افریدي وکیل سمیع الله افریدي باندې ناڅرګندو وسلهوالو ډزې کړي.
سعید زیاته کړې چې افریدي په خپل موټر کې د کور پر لوري روان و چې ناڅرګندو وسلهوالو پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې ووژلو. دوی وايي چې د پېښې په تړاو يې څېړنې پیل کړي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د شکیل افریدي د وکیل سمیع الله افریدي د وژنې مسوولیت د پاکستاني طالبانو د جندالله ګروپ پر غاړه اخيستی دی.
ډان نیوز د راپور پر اساس سمیع الله تېرې ۳ میاشتې له پاکستانه بهر تللی و او اوس نېږدې وخت کې بېرته راستون شوی و.
شکیل افریدي چې امریکا ته یې د اسامه جاسوسي کړې د پاکستاني طالبانو د یوه تنظیم لشکر اسلام سره د اړیکو او د اسامه بن لادن د جاسوسۍ په تور ۳۳ کاله سزا ورکړل شوې.