نړۍ

چین: پولیسو دهیواد په لویدیڅ کی اوه مسلمان وسلوال ووژل

نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۹) پولیسو دهیواد په لویدیځ کي له منځنی اسیا سره پرپوله باندی دشپی لخوا دوسلوالو پریوه پټ ځای باندی دبرید له امله اوه وسلوال وژلی دي.

دچین یوه رسمي خبري رسني خبرورکړی دی چی وسلوال هغه وخت دپولیسو له لوري په ډزو سره ووژل شول کله چی پولیسو تیره شپه ناوخته دهوټان له ښارګوټي سره څیرمه دوسلوالو یو پټ ځای په نښه کړچیري چی دغو وسلوالو دوه تښتول شوی کسان دلته ساتلي وو

، خبرزیاتوي چی دبرید پروخت وسلوالو سخت مزاحمت او ددواړو لورو لخوا څخه یوپربل باندی ډزي وشوي چی امله یی اوه وسلوال وژل شوی څلور ژوبل شوی او څلورنور ژوندي نیول شوي دنښتی په ترڅ کی دپولیسو یوافیسر وژل شوی او یوبل پولیس ژوبل شوی دي.

ددغه هیواد دشینجیانګ ولایت یوي حکومتي ویاندي هوهامین دپیښي پخلی کړی دي اوزیاته یی کړه چی تښتونکي کسان دویغور دمسلمانوپه وسلواله ډله پوری تړلی کسان اوتښتول شوی کسان ویغورمسلمانان وو.

خو په جرمني کی دویغور جلاوطنه نړیوالی تولنی ویاند ډیلزاټ رازیټ له خبري رسنیو سره دخبروپر وویل چی دحکومت له لوری دتیري شپی په برید کی دوژل شویو کسانو شمیره له هغه څخه ډیره زیاته وه کوم چی دچین حکومت یی ښیی، نوموړي زیاته کړه په سیمه کی خلګو غوښتل له مونږسره دوژل شویو کسانو عکسونه اوويډیوکاني دموبایل له لاره څخه شریکي کړی خودهیواد ټول تلفونی سیسټم ترسخت تعقیب لاندی وو او هیچا نه شو کولای چی دوژل شویو کسانو په اړه اصلي اوکره مالومات له هیواد څخه بهر ولیږي.

ډیلزاټ زیاته کړه ویغور به هیڅکله هم په خپله خاوره کی چینایان ونه زغمي اوخپلي مبارزي ته به دوام ورکړي، نوموړي زیاته کړه دچین هیواد دویغور ولس دمقاومت او مخالفت په اړه حقیقت باندی سترګي پټوی هغه څه نه ښکاره کوی کوم چی سیمه کی روان دي، کله چی دویغور ولس پرامنه مخالفت دچین هیواد په خلاف زور اخلي حکومت بیا کوښښ کوی چی دغه مخالفت دوسلي په زور اوځواک سره وځپي.

دیادولو ده چی دچین په لویدیځ کی دهوټان سیمه دجدایی غوښتونکو ویغور مسلمانانو دفعالیتونو اول خط بلل کیږی، چی کله کله دغه جدایی غوښتونکی وسلوال دچین حکومت په خلاف دغه سیمه کی بریدونه ترسره کوي، دروان کال دجولای په میاشت کی هم دویغور مسلمانانو وسلوالی ډلی دپولیسو یومرکز تربرید لاندی راوستی اومرکزکی موجود پولیس یی یرغمال کړل، چی وروسته دپولیسو اضافي ډله سیمي ته راورسیده او وسلوال  یی تر خپله ولکه لاندی راوستل او مرکز کی داخل ټول وسلوال یی ووژل چی دنښتی له امله څلور پولیس هم ووژل شول.

دچین هیواد تورلګوي چی وسلوال مسلمانان له هیواد څخه بهرروزل کیږی مرسته ورسره کیږي اوهیواد ته دبریدونو له لپاره راستول کیږي، که څه هم دچین هیواد داډول تورونه لګوي خوتراوسه پوري یی داسي شواهد نه دی وړاندي کړي چی ددوي تورونه ثابت کړي.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x