syrian demolish

انځورونه: سوريه، چې د اسد رژيم پر کنډوالو بدله کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د سوريې خلکو چې د خپلو روا حقوقو، کرامت او شرف د اعادې په موخه یې په ۲۰۱۱ز کې د سوريې د نُصَيري بعثي دکتاتوري رژيم پرخلاف یو سوله ايز ولسي پاڅون پيل کړ، د دغه هیواد د سادست دکتاتور بشارالاسد له لوري د پوځي ځواک په وسيله وځپل شو. د دغه ځواک په مقابل کې د سوريې مسلمانانو هم د وسله وال مقاومت لاره غوره کړه. خو د اسد د رژيم بې رحمي له خپل ولس سره نوره هم زیاته شوه او پر سخت بشاعت سره یې پاڅون ته ځواب ورکړ. رژيم له وژونکي ګازه نیولي تر بیولوژيکي او کیميايي توغنديو او پټرول بمونو پورې هر څه پر خپل ولس وکارول چې په ترڅ کې یې تر دې دمه پورې نژدې دوه سوه اويا زره (۲۷۰۰۰۰) سوري مسلمانان وژل شوي، نژدې یو ميلیون ټپيان او معیوبين شوي او نژدې دری میلیونه نور له خپل ټاټوبي نه د ګاونډیو هیوادونو لبنان، سوريې او نورو خواو ته تښتیدلي دي. د سوريې زیاتره برخه د رژيم د بمباریو په ترڅ کې په کنډوالو بدله شويده او د زرګونو کلونو د تاریخي قدامت او حیثیت لرونکي تاريخي ودانۍ، جوماتونه، ماڼۍ او کلاګانې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

لاندې د سټيلايټ له لارې د سوريې د ځینو ښارونو انځورونه دي چې له ورانۍ مخکې او وروسته اخيستل شوي دي چې نن ټکی آسیا یې د خپلو لوستونکو لپاره خپروي:

حلب:

د حلب ښکلی ښار چې زرګونه کاله تاريخ لري او د خپلو جوماتونو، کلاګانو، تاريخي بازارونو او باغونو له امله د یونيسکو د تاريخي ځایونو په کتار کې شمير کیده د اسد د رژيم له لوري په بمباریو کې سخت متضرر شوی دی. په عکس یې پخوانی او اوسنی حالت سره پرتله کولای شئ.

حمص:

حمص هم یو ښکلی او ښيرازه تاريخي ښار وو.چې تاسې یې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ تر منځ حالت پرتله کولای شئ.

حمص هم یو ښکلی او ښيرازه تاريخي ښار وو.چې تاسې یې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ تر منځ حالت پرتله کولای شئ.

د حمص دوهم عکس چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ تر منځ د تباهۍ او بربادۍ حالتونه پکې له ورايه څرګنديږي.

د حمص دوهم عکس چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ تر منځ د تباهۍ او بربادۍ حالتونه پکې له ورايه څرګنديږي.

حما:

د حما د ښارګوټي تاريخي برخه ګورئ چې په ۲۰۱۰ کې ښيرازه ده خو په ۲۰۱۳ کې پکې د انساني ابادۍ نښې له منځه وړل شويدي.

د حما د ښارګوټي تاريخي برخه ګورئ چې په ۲۰۱۰ کې ښيرازه ده خو په ۲۰۱۳ کې پکې د انساني ابادۍ نښې له منځه وړل شويدي.

باب الحوا:

د باب الحوا پنډغالی چې د رژيم په بمبارۍ کې کنډواله شو او زرګونه کډوال پکې په شهادت ورسيدل.

د باب الحوا پنډغالی چې د رژيم په بمبارۍ کې کنډواله شو او زرګونه کډوال پکې په شهادت ورسيدل.

ديرالزور:

د ديرالزور ښارګوټي د کبانو بازار چې زرګونه کاله تاریخي قدامت يې درلود او د سوريې د فولکوریکو نکلونو مرکز وو، د اسد د رژيم له لوري بشپړ کنډواله شوی دی.

د ديرالزور ښارګوټي د کبانو بازار چې زرګونه کاله تاریخي قدامت يې درلود او د سوريې د فولکوریکو نکلونو مرکز وو، د اسد د رژيم له لوري بشپړ کنډواله شوی دی.

په ديرالزور کې د فُرات پر سیند یو تاریخي پُل چې اوس نشته.

په ديرالزور کې د فُرات پر سیند یو تاریخي پُل چې اوس نشته.

رقة:

په رقة ښارګوټي کې یو مزار او تاريخي جومات چې د اسد رژيم د وحشت ښکار شوی دی.

په رقة ښارګوټي کې یو مزار او تاريخي جومات چې د اسد رژيم د وحشت ښکار شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د