fbpx
د اشلي پلار سټيفن وايي: «دروازه وټکېده، زه ورغلم، ګورم، چې زوی مې په مصنوعي پښو د دروازې شا ته ولاړ دی او په ګوډو مصنوعي پښو کور ته راننوت او ټول په چيغو سر شوو.»

برتانوی عسکر افغانستان ته په روغو پښو راغلی و او په مصنوعي پښو کور ته ولاړ

نن ټکی اسیا چهار شنبه، کب ۲۷مه ۱۳۹۳ل): هغه برتانوي عسکر، چې دواړه پښې يې افغانستان کې د طالبانو ماين له منځه وړي، له ډېرې مودې وروسته خپل کور ته ولاړ او د کورنۍ غړي يې په ليدو هک پک پاتې شول، چې دی خو له دې ځايه روغ رمټ تللی و او هلته يې دواړه پښې پرې شوي دي.

د اشلي جيمز هال مور، پلار او درې وروڼو افغانستان کې جنګيدونکی خپل عسکر ورور له هغې ورځې نه و ليدلی، چې ۲۰۱۰ز کال افغانستان کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې يې دواړه پښې له لاسه ورکړې او تېره ورځ، چې نوموړی خپل کور ته په مصنوعي پښو ګوډ ګوډ ننوت، نو د کورنۍ غړي يې اوتر شول.

د اشلي پلار سټيفن وايي: «دروازه وټکېده، زه ورغلم، ګورم، چې زوی مې په مصنوعي پښو د دروازې شا ته ولاړ دی او په ګوډو مصنوعي پښو کور ته راننوت او ټول په چيغو سر شوو.»

ميرر برتانوي ورځپاڼې ليکلي، ۲۰۱۰ز کال راهيسې، چې اشلي افغانستان کې د سړک د غاړې ماين وهلی و او دواړه پښې يې له منځه تللې وې، تر اوسه يې اتيا عملياته شوي او بالاخره تېره ورځ د همدې مصنوعي پښو په واسطه خپل کور ته ولاړ.

سټيفن زياتوي، چې په مصنوعي پښو د ده د زوی ګرځېدل د دوی لپاره يوه ستره معجزه ده.

اشلي يو وار د برتانيې شهزاده چارلس سره هم له ليدو انکار کړی و او دليل يې دا ښوده، چې شهزاده چارلس خپل عسکر له ياده ويستي.

«د چارواکو چلند موږ سره داسې دی، لکه موږ چې افغانستان ته خپل کار پسې تللي وو او هلته مو خپلې پښې له لاسه ورکړي وي.»

د اشلي پلار سټيفن وايي، چې زوی يې روغ رمټ افغانستان ته تللی و او هلته يې د برتانيې په خدمت کې دواړه پښې له لاسه ورکړې او څه د پاسه څلور کاله يې د ټپی زوی د ليدو په تمه تېر کړل، چې بالاخره تېره ورځ په دې وتوانېده، چې په مصنوعي پښو په سخت تکليف خپل کور ته راوګرځي.

اشلي لا هم څو عملياتو او طبي څارنې ته اړتيا لري، تر څو د ده رواني او فزيکي حالت نور هم ښه شي.

سټفن وايي، چې زوی يې داسې ټپي شوی، چې بيا به عادي حرکت ونه شي کړای او نه به د پخوا په څېر منډې ووهي.

د اشلي وروستی عمليات په تېره جنوري مياشت کې شوی و او د ډاکټرانو له قوله د اشلي هډونه له ودې لویدلي دي.

 

british 123

اشلي جيمز هال

 

british 12345

سټيفن زياتوي، چې په مصنوعي پښو د ده د زوی ګرځېدل د دوی لپاره يوه ستره معجزه ده.

british 1234

سټفن وايي، چې زوی يې داسې ټپي شوی، چې بيا به عادي حرکت ونه شي کړای او نه به د پخوا په څېر منډې ووهي.

british 1234dd5 british 12345

 

 

 

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صفي الله
میلمه
صفي الله

شکر خدایه، تر دې هم سختې وروښيې، له همدې پېښې د غربي کورنيو د خپلمنځي تړون او خواخوږۍ اندازه لګېږي، چې د پرمختګ له دومره دعوو سره سره هم په پوره څلور کاله کې د خپل زوی له حال احواله ځان نه شي خبرولای او بيا له دواړو پښو خلاص زوی يو ناڅاپه د کور دورازه ورټکوي او پر کور ورننوځي، دوی چې د خپل زوی او ورور په اړه دومره بې غمه دي، نو د نورو وطن ته به د کوم درد دوا شي.

ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

شاعر څه ښه وایی!

څه به احساس د بل د اوښکو وکړی
څوک چی به عمر ژړیدلی نه وی