نړۍ

ډیرژرده چی سعودي به په سیمه کی ترټولو ځواکمن هوایی ځواک ولري

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۸) ریاض: دسعودي عرب په پلازمینه ریاض کی د برطانیی ددفاع وزیر فلیپ هامونډ دیوی خبري غونډي پروخت خبریالانو ته وویل، په دي ورستیو کی دسعودي عرب هیواد په عسکري ډګر کی ډیرپرمختګونه کړی دي، اونژدی ده چی دسعودي عرب هوایی ځواک به په سیمه کی دیو بی ساري ځواک په توګه راښکاره شی.

نوموړي زیاته کړه دراتلونکي کال تراخیره پوری به دسعودي عرب هیواد دټایفون او الجیل الخامس په نامه سره نوي جنګي الوتکي ولری، فلیپ وویل ددغه هیواد دهوایی ځواکونوپرمختګ اوبرتري به داسي حال کي مخ په وړاندی راونه ده چی دهیواد دعسکري چارو پوهان یی دي ته لیواله دی اوهڅی یی ګړندي کړی دي چي د۲۰۱۲ کال تراخیره پوري به دپورته ذکرشویوالوتکو جوړول دپرزو دراټولو او سره یوځای کولو کارپای ته ورسوي. هامونډ څرګنده کړه چی دسعودي عرب ځینی سترشرکتونه په دی بوخت دی چی نژدی راتلونکي کی به ددوهم ګروپ جنګی الوتکو جوړول پیل کړي، چی دغه ګروپ الوتکي به دیوروفایټر په نامه سره وي چی ټولی به ۴۰ الوتکي جوړه وی.

دسعودي عرب دوطن په نامه سره ورځپاڼه لیکی چی دبرطانیی ددفاع وزیر دسعودي عرب پرهوایی ځواک پوره باورښکاره کړ نوموړ ی زیاته کړه چی دیوروفایټر (تایفون) الوتکی به ددغه هیواد وهوایی ځواک ته نوی قوت وروبخښي اوددغه هیواد هوایی ځواک به دسیمي په کچه یوبی ساري ځواک وي.

هامونډ وویل دسعودي عرب له لوري دنويو الوتکوپه جوړولو سره به په سیمه کی دهوایی قواوو په توازن کی لوی تغیررامنځ ته شی. تیره ورځ دسعودي عرب ددفاع وزیر ښاغلي امیرسلمان بن عبدالعزیز په ریاض کی دبرطانیی ددفاع وزیر فلیپ هامونډ سره لیدنه ترسره کړه به دغه دوه اړخیزه لیدنه کی دواړو هیوادونو پرعسکری چارو ژور بحثونه وکړل، اودواړو چارواکو داړونده هیوادونوترمنځ پرعسکرو مرستو باندی ټینګاروکړ.

دي ورستیوکی دسعودی عرب ځواکونو په هیوادکی ستري تاریخه فوځي مناوري پای ته ورسولي ، سرچیني وایی دغه هیواد کی له تیرو ۳۴ کلنوراپدی خوا دالومړي ځل دي چی ځواکونه یی دومره په لوړه کچه سره مناوري ترسره کوي.

دغه مناوري چی دوفا او ایثار په نامه سره پیل شوی وي پنځه ورځی یی په برکی ونیوي او دهیواد دروسترو لیواوو دغو مناورو کی ګډون کړی وو. دسعودي عرب ځواکونو له لوري مناوري دهیوادپه ختیځ کی چیري چی دهیواد ډیري نفتی زیرمی پرتی دی ترسره شوی وي، اودا اول ځل وو چی دهیواد ملي ګارډ الوتکو دغو مناورو کی برخه اخیستی وه.

بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x