پیښور: وسلوالوکسانو دپاکستاني څارګري اداري یولوړرتبه افسروواژه

(نن ټکی اسیادیسمبر۲۰۱۱/۲۸) نامالومو کسانو دپیښور دڅارګري اداري مرستیال مشر هغه وخت په ډزو سره وواژه کله چی نوموړي خپل موټردسړک له څنډی سره تم کړ اوخپله موټرته څیرمه ودریدی.

پيښور ښاردپولیسو یوه چارواکي امتیاز الطاف رسنیو ته ویلي چی دپیښور دڅارګري اداری مرستیال مشر سراج الدین کوهاټ سړک باندی خپل موټرته څیرمه ولاړ وو، چي دنامالومو موټرسایکل سورو له لوری ورباندی برید وشو اوځاي پرځای ووژل شو.

دپيښور ښار دپولیسو یوه بل چارواکي طاهرایوب دپیښي له ځایه څخه خبرورکړي دي، چی دبرید کونکو په اړه ورسره مالومات نشته، خو هڅي مو ګړندي کړی ترڅو برید کونکي پیدا او ونیسو.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د