د پخوانیو صوفیانو استغنا او اتیات

حامد افغان

بشر الحافي (179هـ 227 هـ) رحمه الله لوی صوفي او د الله مشهور ولي تېر شوی دی، په بغداد کې اوسیدی او له فضيل بن عياض، ابو سعيد الخراز او ابو حمزة البغدادي البزاز رحمهم الله نه ډېر متاثر او شاګرد یې و. دی به پښې لوڅی ګرځیدی، او الحافي (پښې لوڅی) یې لقب ګرځیدلی ده.

د بشر توبه

ویل کیږي دی په ځواني کې بېلاري او چټي سړی و، د شراب کباب او موسیقي د مجلسونو شوقي و، یوه ورځ یې په دې اړه پخپل کور کې یو مجلس ګرم کړی و یو چا دروازه وروټکوله د ده مینځه ورووتله، هغه سړي ورته وویل: د دې کور څښتن ازاد دی که غلام؟ مینځي ورته وویل: ازاد دی، هغه ورته وویل: رښتیا هم ازاد دی، که غلام او بنده وی نو د غلامي او بندګي اخلاق او اداب به یې خپل کړي و، سړي دا خبره وکړه او روان شو، بشر الحافي د ننه د دې سړي عجیبه خبري واوریدلې او پښې لوڅی د باندي ووت، خو سړی نه و او تللی و، مینځي ته یې وویل: هغه سړی څه شو؟ هغې ورته وویل په دې خوا ولاړ، دی پښې لوڅی ورپسي روان شو چې هغه یې پیدا کړ ویې دراوه او د ده د کور خواته له مینځي سره د خبرو په اړه یې ورته وویل چې هغه ته وې؟ هغه ورته وویل هو، ده ورته وویل: که هغه خبري یوځل بیا راته وکړئ؟ هغه ورته وکړې، دی په هفه ځای الله ته په سجده شو دواړه لوري مخ یې په خاورو ولاړه، چې راپورته شو هغه سړي ته یې وویل: زه حر نه یم زه غلام یم، په هغه ځای یې توبه وایستله او د الله عبادت یې پیل کړ، او له توبې وروسته به لوڅي پښې ګرځیدی، یو وخت چا ورته وویل: تاسو بوټونه ولې نه پښو کوئ؟ ده ورته وویل: ما په داسې حالت کې له الله سره سوله کړې ده چې زه پښې لوڅی وم نو تر مرګه به همداسې یبلي پښې ګرځم.

د بشر استغنا

ویل کیږي دی ډېر غریب و خو له دې غریبي سره مستغني او له خلکو بې پروا هم و، لکه د ده د “الحافي” لقب په اړه په یوه بله کیسه کې راغلي چې یو وخت یوه موچي ته ورغی یوه تسمه یې ورنه وغوښتله هغه ورته وویل: تاسو غریبان په موږ بوج ګرځیدلي یئ، په دې خبره هغه بوټونه وایستل او هوډ یې وکړ چې له نن وروسته به بوټونه نه پښو کوي. البدایه والنهایه لابن کثیر.

د بشر اتیات

د بشر الحافي رحمه الله د “الحافي” لقب په اړه په یوه بل روایت کې راغلي چې یوه ورځ یې د جومات خواته بوټونه ورک شول، په هماغه ورځ یې له ځانه سره وویل چې له نن وروسته به بوټونه نه پښو کوي او ټول عمر یبلي پښې ګرځیدی ځکه د ده د بوټونو په سبب یو کس غل او ګناهګار وګرځیدی! .

د بشر الحافي رحمه الله په ژوند لیک کې راغلي: یو وخت د چا کره ورغی د هغه د دروارې مخته ولاړ و، پوښتنه وشوه چې دا څوک دی چا وویل: دا بشر الحافي دی، هلته ولاړي یوې کوچنۍ ماشومي وویل: دا کاکا که په یوه درهم ځان ته بوټونه واخلي نو له نوم نه به یې د “الحافي” لقب وغورځي. الله دي په هغه رحم وکړي او الله دي موږ او زموږ د زمانې صوفیانو ته د رښتینې استغنا، اخلاص او پوره اتیات توفیق راکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سنګین
میلمه
سنګین

یاره هسی دی خپل وخت ضایع کړي. داسی دعا به دی کړي وای چی الله دی صوفیان ورک کی او باقی دی ټول ته الله په قران او سنتو دعمل هدایت وکړي. ته ماته داسی آیه یا حدیث وړاندی که چی په هغی کی د صوفیت د طریقی یادونه شوي وي. د نجات لاره صرف قران او حدیث باندی عمل دئ.

pir
میلمه
pir

د شریعت او طریقت دشمنان دیر تیر شوی او نور به هم راشی خو خدای جل جلاله شرمولی او رسوی شوی دی ……

Hameed
میلمه
Hameed

واقعیت هم داسی ده سنګین صاحب چی دصوفی او تصوف لفظ په قرآن اوسنت کی نشته څه شی چی شته هغه احسان ده چی د بدن له باطنی تصفیی نه عبارت ده کوم چی د قرآن اوسنتو په رڼا کی د ښو اعمالو په درست انجام سره ترلاسه کیدای شی دوی دخپل دی لفظ (تصوف) د اثبات لپاره بی ځایه دلایل تراشی کوی ددوی ‌ډیر کارونه ددین او شریعت په خلاف دی او په دین کی یی بیځایه اضافونی کړیدی ددوی په دی کارونو اسلام ته نه جبرانیدونکی زیانونه اوښتی د اسلامی خلافت د له منځه تللو او په اسلامی… نور لوستل »