Drones1

سوريې د امريکا څارګره الوتکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۲۷مه ۱۳۹۳ل): امريکايي چارواکي وايي، چې د دوی يوه څارګره الوتکه په سوريه کې نادرکه شوې او تېره ورځ راهيسې يې دغې الوتکې سره اړيکې پرې دي، مګر دا يې نه دي ويلي، چې دغه څارګره الوتکه د سوريې حکومت او که اسلامي دولت ويشتې ده.

د پينټاګون مسؤولين وايي، چې ايم کيو۱ بريډيټور ډوله څارګرې الوتکې تېره شپه د سوريې لويديځ اللاذقية کې څار کاو او له هغې وروسته يې دوی سره اړيکه پرې شوې ده.

بل پلو د سوريې رسمي خبري اژانس «ناسا» د سوريې چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د سوريې دفاعي ځواک هغه څارګره الوتکه رانسکوره کړې، چې اللاذقيه کې يې د بشارالاسد په سيمه کې څار کاو

که د سوريايي چارواکو خبره رښتيا شي، نو دا به لومړی وار وي، چې د بشارالاسد رژيم يوه امريکايي څارګره الوتکه رانسکوروي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم وايي، امريکا دوی ته ډاډ ورکړی و، چې د دولتي ودانيو څار به نه کوي او نه به هم پر دوی بريدونه کوي.

د تېر کال په جولايي کې، امريکايي ايتلاف په سوريې او عراق کې پر اسلامي دولت بريدونه پيل کړي، تر اوسه يې اسلامي دولت ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو سربېره دغه دولت نه دی په شا کړی او اوس هم حلب، الرقة او ګڼې نورې سيمې اسلامي دولت او النصرة جهادي غورځنګ سره دي.

سوريه کې د بشري حقونو د څار اداره وايي، چې اللاذقية سيمه کې د اسلامي دولت مرکزونه نه شته، مګر په ځينو ځايونو کې يې د جبهة النصرة مرکزونه موجود دي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، چې اللاذقية د بشارالاسد او د هغه د علوي ملاتړو مرکز بلل کيږي.

د یادوني وړ ده چې د تېر کال ۲۰۱۴ د اګسټ میاشتې راهيسې د امريکا په مشرۍ اردن، سعودي عربستان، بحرين، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو عربي او نړيوالو هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو درنې بمبارۍ کوي، مګر تر دې دمه يې اسلامي دولت ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو سربېره هم دغه دولت نه دی کمزوری کړی او وخت پر وخت نوي پرمختګونه کوي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د ايتلافي هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو خپلو بمباريو ته دوام ورکوي، مګر عربي رسنۍ د عراقي ولس له قوله وايي، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف هوايي بريدونه د اسلامي دولت د مرکزونو تر څنګ د عراق پر سني ميشتو سيمو هم روان دي، مګر هيڅ رسنۍ د دوی غږ نه اوري او نه هم د بشري ټولنو کومې ادارې د دوی عرض اوريدلی دی.

ځايي خلک وايي، چې امريکا او نړيوال ایتلاف ته د عراق او سوريې ټول سني ولس د اسلامي دولت پلويان ښکاري او له همدې امله دغه الوتکې د اسلامي دولت تر څنګ د عراق او سوريې د سنيانو پر کورونو هم درنې او مرګونې بمبارۍ کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د