نړۍ

د حبیب په عالي ليسه کې د مدیر ورځ ولمانځل شوه

mudeer_wraz_habib_aali_laisaنن د حبیب  په عالي ليسه کې ديوې غونډې په ترڅ کې دمدیر  ورځ ولمانځل شوه.

دغه غونډه نن د سهار په ۱۰ بجو  د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه او دهغه وروسته د  حبیب   عالی ليسې دزده کوونکو له خوا د افغانستان ملی ترانه واورول شول  .

غونډې ته د نوموړى لېسې نور حبیب  پرانستې وينا وکړه او په ټولنه کې دښوونکي ارزښت وارزاوه.

هغه د ښوونکی مقام دفضليت په هکله مفصلې خبری وکړی او  افغانانو باندی یی غږ وکړو چی باید افغانان په تعیلم کی ځان له نړی سره سیال کړی.

وروسته ورپسې بیا په پیښور کی د پوهنې اتشی ریس عبدالغنی هدایت دښوونکی مقام دفضليت په هکله مفصلې خبری وکړی هغه وويل چي ځوان نسل مو د افغاني کلتور، دود او دستور نه بېگانه نشي.

هر قوم حق او مسؤليت لري چي په بهرکي دخپلي ټولني مثبت او معقول عنعنات ، رواجونه اوکلتوري توکي ژوندی وساتي ، تر څو د ځوان نسل اړېکي له پلارني ټاټوبي اوخپل فرهنگ سره ټینګي پاته شي.

ورورسته بیا  د حبیب  عالي ليسې مدیري  رویا امین  وویل چی دغه ښوونکی دي چی نن یی نړی ته روښانه ژوند وربښلی،  که ښوونکی نه وی نن به هم په دنیا کی جهالت وای، ځکه چی ښوونکی پیدا شول له نړی نه جهالت ختم شو، دوياړ ځاي دي چی نن دلته بی شمیر شاګردان ناست دی دوی دنن بوټی او داينده ګلان دی.

د پوهنې اتشی ریس عبد الغنی هدایت اميدواري وښوده، چې په پیښورکې به په راتلونکوکلونو کې نوموړې ورځ په خور اشاندارو او پرتمينو مراسمو سره ولمانځل شي، او د پیښور ميشتي محصلين به کرار،کرار پدې نړيوال کلتور  ورګډشي .

د غونډي په پای کې زده کوونکو راغلو محترمو ميلمنو اواستاذانو ته خپلي ترتیب کړي تحفې ډالۍ کړې .

باید وویل شي چي دغه ورځ  په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په هیواد کي دننه او بهر افغان ښوونکي له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

سلمیان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x