
هلمند: ولایت مقام ته څېرمه سرتيري برید د والي ویاند هم ټپي کړی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ولایت مقام ته څېرمه سرتيری برید وشو، چې درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې.
عیني شاهدان وايي چې برید د موټر بم په وسیله ترسره شو، چې ګڼ مړي او ټپیان دوی پخپلو سترګو لیدلي دي.
کره سرچینې وايي چې په برید کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم ټپی شوی دی، خو رسمي سرچینو د دې برید د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
په برید کې د ولایت ودانۍ په تېره بیا د مطبوعاتو څانګه ډېره زیانمنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د برید پخلی کړی او ویلي يې دي چې تر اوسه بشپړ معلومات نه لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې برید د ولایت مقام ته څېرمه شوی دی، خو د تلفاتو په اړه يې نا خبري وښوده.
د برید مسوولیت طالبانو منلی او ویلي يې دي، چې چزییات به وروسته پر لیکه کړي.
دا په داسې حال کې دی چې پرون هم د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د طالبانو په مخامخ برید کې ګڼو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.