افغانستان

کابل: د ټاپي پروژې په اړه د ناستې لپاره تیاری نیول کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): په کابل کې د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وايي چې سر له سبا د ټاپي پروژې د غړو هېوادونو د ناستې لپاره تیار نیول کېږي.

د کانونو اوپترولیم وزارت ویاند رفیع صدیقي رسنیو ته ویلي چې په دې غونډه کې به د پروژې پر تخنیکي اړخونو او ورسره تړلو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د دې پروژې په تطبیق سره به ترکمنستان خپل ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ورسوي، چې د افغان چارواکو له خولې افغانستان به هم د دې پروژې په وسیله ۱۴میلیون متره مکعبه ګاز وارد کړي.

ټاپي پروژه

په ۱۳۶۸ لمریز کال کې ترکمنستان د خپل ګاز لپاره په پاکستان او هندوستان کې د بازار موندنې په موخه یوه طرحه وړاندې کړه، چې غوښتل يې د افغانستان له لارې یادو هېوادونو ته خپل ګاز ورسوي او افغان دولت په دې هېواد کې د نل لیکي د غځولو په خاطر ټاکلی لګښت ورکړي.

د یونیکا په نوم د نفتو مشهور امریکايي شرکت له ترکمنستان سره په دې اړه خبرې وکړي او تر یادو هېوادونو پورې د نل لیکي د غځولو د نقشې لپاره يې په دریو کلونو کې نږدې یو میلیون ډالره لګښت وکړ، خو ځای يې ونه نیو.

یونیکا پر خپل لګښت سربېره پر دې ونه توانید چې د خپلې کاري مودې «۱۳۷۳-۱۳۷۶لمریز» په اوږدو کې د افغانستان اسلامي امارت سره هوکړې ته ورسېږي.

ترکمنستان د خپلې نل لیکي د غځولو لپاره پر دوو نقشو غور کاوه، چې یوه يې د ترکمنستان له دولت اباد نه پیل د افغانستان له فاریاب، شبرغان، مزارشریف، سمنګان، بغلان، سالنګونو، پروان، کابل او بیا د جلال اباد له لارې پېښور او وروسته تر هنده رسېده.

خو د دې هېواد له لوري نهايي شوې نقشه داسې وښودل شوه، چې دغه نل لیکه به پخپله په ترکمنستان کې ۱۴۷ کیلومتره لاره وهي او وروسته به په افغانستان کې له ۷۳۵ کلیومتره فاصلې وهلو وروسته پاکستان ته داخلېږي، د دې نقشې له مخې به دغه نل لیکه له هرات، هلمند او کندهار څخه تېرېږي، چې د کوټې له لارې به پنجاب او وروسته د هند فاضلیکا سیمې ته رسېږي.

د همدې نقشې پر اساس د دې پروژې تړون په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو.

د تړون په کال افغان چارواکو وویل چې د دې ګاز ۱۶ سلنه برخه به افغانستان، ۴۲سلنه به هندوستان او پاتې به پاکستان مصرفوي.

لګښت

د روان لمریز کال په پیل کې د وخت د پیترولیم وزارت رییس جلیل جمراني رسنیو ته ویلي و، چې د دې پروژې پر تطبیق به ۱۱ میلیارده ډالره لګښت راشي چې د دې پروژې غړي هېوادونه به يې په شریکه په غاړه اخلي.

د دوی په په شپاړلس سلنه ګاز سربېره به هند او پاکستان افغان دولت ته نیم میلیارد کلنی لګښت هم ورکوي.

جمراني ویلي و، چې د پروژې د ښه ترسره کېدو لپاره به په امنیتي برخه کې ۷۰۰۰ تنه عسکر وګماري چې په افغانستان کې د نل لیکي د برخې امنیت وساتي.

یاده دې وي د ټاپي پروژې په اړه ویل کېږي چې ایران پکې د خنډ جوړولو هڅې کوي، خو ډېری شنونکي پر دې اند دي چې دا پروژه د ملتونو د دوستي وسیله کېدای شي، ځکه خو باید د سیاسي لوبو ښکار نه شي.

د دې نل لیکې په وسیله به هره ورځ ۹۰ میلیونه متره مکعبه ګاز هند او پاکستان ته صادرېږي چې افغانستان به ترې خپل ۱۴ میلیونه متره مکعبه ګاز واردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x