دعربی ټولنی دهیئت په موجودیت کی بشارالاسد یو ځل بیا حمص بمبارکړ

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۷) په داسي حال کی چي دعربي ټولنی له لوري ټاکل شوی هیئت دسوریی پلازمینی دمشق کی هوایی ډکر باندی له الوتکي څځه دکوزیدو په حال کی وو ددغه هوایی ځواکونو یوځل دحمص ښارکوم چي د حکومت دمخالفت کونکو ټینک مرکز بلل کیږي ترهوایی برید لاندی راوستي.

درویټرخبری اژانس له لوري خبرخپرشوی دی چی دهیئت ځینی غړو ددمشق له هوایی ډګر څخه ورسره تلیفونی تماس نیولی دي، اوخبریی ورکړی دی چي دعربي ټولنی له لوري څخه ټاکل شوی ډلی دسوریی پلازمیني دمشق ته رسیدلی ده.

له دي څخه مخکي یوه بله څوکسیزه ډله هم تیرو ورځوکی دمشق ته رسیدلی وه او په سوریه کی یی له مختلفو ځایونو څخه لیدني هم کړی وي، خو دسوریی حکومت مخالف لوری خبرورکړی وو، چي دعربي ټولنی له لوري څخه ټاکل شوی ډله په خپل کارکی پاتي راغلي ده.

دسوریی ملی ټولنه کومه چی دبشارلاسد په خلاف یی مظاهري پیل کړي دي، وایی په دی شک نشته چي دغه ډله دحمص ښارته هم راغله کوم چي دحکومت له لوري پکی ډيري وژني شوی دي اوتراوسه پوری لا محاصره دي او کله کله هوایی بریدونه هم ورباندی کیږي.

لاریونکونکي وایی  حکومت یواځي په علامتي توګه دغه ډله حمص ته راوستی ترڅو نړیوالو ته وښيی چي داده ډلی دحمص له ښار څخه هم لیدنه وکړه، خودغه ډله په دي ونتوانیده چي له هغوسیمو څخه لیدنه وکړي کوم چی دحکومت له لوري ځپل شوی نړیدلي او عامه وژنی پکی شوی دي.

دحکومت مخالفه ډله وایی خپله ددغي ډلي ځیني غړي په دي اعتراف کوي چي مونږ یواځي له هغو سیمو څخه لیدنه کولای شو کوم چي حکومت غواړي مونږ ته یی ښکاره کړی، په ازادانه توګه سره ټولی سیمي نه شو کتلی.

دسوریی دملی شورای مشر برهان غلیون دفرانسي له خبري اژانیس سره دخبرو پروخت وویل، په داسي حال کی چي دهیئت ځیني غړي دحمص ښارته راورسیدو دحکومت له لوري یوځل بیا دغه ښارتربرید لاندی راغي.

او دغي ډلي خپله اعلان وکړ چی مونږ خپل هدف کی پاته راغلي یو، هغه سیمي نه شو کتلای کوم چی حکومت غواړي مونږیی ونه وینو.

تیره ورځ هم یوځل بیا چی کله دغه ډله دحمص ښارته رسیږی دسوریی حکومت دحمص ښار ترسخت برید لاندی راوسته چی له امله یی ۳۰ کسان ووژل شول.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د