د اسراييلو په پارلماني ټاکنو کې نيتنياهو ډېرې څوکۍ ګټلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د اسراييلو پارلماني ټاکنو کې د واکمن «الکيود» ګوند مشر او صدر اعظم په پرونيو ټاکنو د بريا دعوه کړې او وايي، چې د سيال «صهيوني اتحاد» کانديد اسحاق هرتسوغ يې وروسته پرېیښی.

تېره ورځ ناوخته له رايو اچولو وروسته اسراييلي رسنيو ,ويل، چې په دغو ټاکنو کې هېڅ ګوند واضح اکثريت نه شي تر لاسه کولای، مګر تر اوسه د خپرو شوو پايلو له مخې نيتنياهو دېرش، مخالف ګوند يې ۲۴ څوکۍ تر لاسه کړي، نورو ازادو او ايتلافي ګوندونو ديارلس څوکۍ ګټلي او د اسراييلي پارلمان ټولې څوکۍ ۱۲۰ دي.

پرون سه شنبه د اسراييلو پارلماني ټاکنو کې د خلکو ګډون ۶۵ سلنه و، په دغو ټاکنو کې د نيتنياهو ګوند ۲۴ سلنه او مخالف ګوند يې ۱۹ سلنه رايې ګټلي دي.

که نيتنياهو يو ځل بيا د اسراييلو صدر اعظم شي، نو دا به د الکيود ګوند څلورم وار وي، چې په پرله پسې توګه پر اسراييلو واکمنيږي او د اسراييلو په تاريخ کې دا تر ټولو اوږده موده ده، چې يو ګوند پرله پسې توګه څلور ځله واک ته رسيږي.

نيتنياهو نن سهار تل ابيب کې د خپل ګوند پلويانو ته وويل، چې ده له وړو ښي اړخو ګوندونو سره خبرې کړي او ډېر ژر به يو ايتلافي حکومت جوړ کړي.

نيتنياهو زياته کړه، چې دا دومره ستره بريا د ناوړه حالاتو او د څارونکو د وړاندوينو خلاف تر لاسه شوې او دی به له هر ډول ځنډ پرته ايتلافي حکومت اعلان کړي.

نيتنياهو اسراييلي رسنيو ته وويل، چې دی به داسې يو حکومت جوړوي، چې د اسراييلو د اوږدو ارزوګانو عملي کوونکی او ټول ولس ته د منلو وړ وي.

د يادونې وړ ده، چې د اسراييلو په تاريخ کې تر اوسه هېڅ ګوند واضح اکثريت نه دی تر لاسه کړی.

بنيامين نيتنياهو په خپل ټاکنيز کمپاين کې ويل، که واک ته ورسيږي، نو فلسطينان به ترې ښه ورځ ونه ګوري او نه به فلسطينيان خپلواک دولت جوړېدو ته پرېږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د