بغداد یوځل بیا زوروری چاودنی ولړزاوو

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۶) نن سهار داوو بجواودیرشو دقیقو په شاواخواکی دعراق پلازمینه بغداد ښار په مرکزکی دکورنیو چارو وزارت ته څیرمه سخته چاودنه رامنځ ته شوه.

امنیتي کسان وایی چاودنه سرښندونکي وه، سرښندونکی کس له باروتو څخه ډک موټر دکورنیو چارو وزارت ته څیرمه چاودنه ورکړه، چی ګڼه مرګ ژوبله یی اړولی ده، څرنګه چی سیمه کی حالات بیړني دي تراوسه دپوری دمرګ ژوبلي په اړه دقیق مالومات نه دی ترلاسه شوي.

بیړني مرسته کونکو دپیښي ځای ته رسیدلی دي امبولانسونه هم لیدل کیږي چی دپیښي دځای په لور روان دی او چورلکی هم په هوا کی دپیښي له ځایه سره الوتنی کوي.

دیادو لوده چی په دي وروستیو کی عراق کی دحکومت په منځ دمختلفو ګوندوترمنځ بی باوری او سیاسی ترینګلتیا  رامنځ ته شوی ده اوپه هیواد کی روانو حالاتو پړه یوپربل باندي وراچوي، له نن څخه دوی ورځي مخکی هم دلته یوپه بل پسی څوچاودنی رامنځ ته شوی چی په سلګونو خلګوته یی مرګ ژوبله واړوله.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د