افغانستان

ګډحکومت د نوروز په ورځ پاتې وزیران ولسي جرګې ته معرفي کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت ولسمشر د ولسي جرګې وکیلانو سره د کتنې پر مهال ژمنه کړې چې د را روانې شنبې یا یکشنبې ته پاتې وزیران معرفي کوي.

د ولسي جرګې لومړي مرسیتال حاجي ظاهر قدیر د جرګې په عمومي ناسته کې وویل چې یو اداري هیئت او د ولسي جرګي د کمېسیونو ۱۸ رییسان نن سهار له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

هغه وویل چې ولسمشر ورته وویل چې پاتې وزیران به د را روانې اونۍ د شنبې یا یکشنبې په ورځ ولسي جرګې ته معرفي کړي.

دا په داسې حال کې چې شنبه او یکشنبه دواړه ورځې عمومي رخصت دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې اشرف غني او عبدالله عبدالله به د امریکا تر سفر وړاندې لږ تر لږه ۱۰ وزیران د باور رايې د اخېستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

اشرف غني او عبدالله عبدالله را روانه اونۍ امریکا ته سفر کوي.

نوی حکومت تېر کال د ستمبر په میاشت کې پر کار پیل کړ. لومړي وزیران یې تقریبا ۴ میاشتې وروسته ولسي جرګې ته معرفي کړل.

ولسی جرګې له ټولو ۲۵ وزیرانو، ملي امنیت رییس او ملي او مرکزي بانک له منځه یوازې د کورنیو، بهرنیو، کلیو پراختیا، ماليې، حج او اوقاف، کانونو، عامې روغتیا، مهاجرینو چارو او ملي امنیت رییس ته د باور رایه ورکړه او پاتې نور له تېرو څو میاشتو راهیسې د سرپرستو وزیرانو لخوا اداره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x