نړۍ

هند: د واکمن ګوند چارواکی خلک د مسجدونو نړولو ته هڅوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د هند د واکمن ګوند یو لوړپوړی چارواکی «سوبرامانین سوامي» هندوان هڅوي چې په دې هیواد کې د مسلمانانو مسجدونه ونړوي.

نوموړي دا څرګندونې د بهارتیا جانتا ګوند په یوې رسمي غونډې کې کړي او ویلي يې دي چې مسجد هیڅ دیني سپیڅلتیا او تقدس نه لري.

سوامي وايي چې مسجد لکه د نورو عامو ودانیو په څیر دی او هر وخت نړول کیدای شي.

د هند د واکمن ګوند دغه چارواکی زیاتوي چې د هندوستانیانو اصلي دین «هندوییزم» وه، خو په وینا یې کلونه وړاندې د مسلمانو علماوو لخوا په زور د اسلام منلو ته مجبور شوي دي، خو نوموړي دا نه ده واضحه کړې چې دیني علماء له څه ډول زور څخه برخمن وه تر څو د هغه په واسطه خلک مسلمانان کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې د تاریخ په اوږدو کې د مسجدونو نړول یو عام معمول وه او د برتانويانو د واکمنۍ پر مهال په هند کې ډیر مسجدونه نړول شوي.

سوامي ادعا کوي چې د مسجد د عدم تقدس په اړه یې یوه فتوی هم ترلاسه کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه فتوی یې له چا او کومه ځایه ترلاسه کړې.

له بلې خوا یو شمیر هندوانو د سوامي دغه څرګندونې مذهبي او توکمیزو شخړو ته لمن وهل ګڼلي او په کلکه یې غندلي دي او د نوموړي پر خلاف په محکمه کې دوسیه هم جوړه کړې.

هغوی وايي چې سوامي په هند کې د مذهبي جګړو اور بلوي او خلک د مسلمانانو پر ضد تاوتریخوالي ته هڅوي.

سوامي چې د هند په پخوانیو حکومتونو کې د وزارت په څوکۍ هم پاتې شوی، د ګڼو سیاسي ګوندونو لخوا تر سختو نیوکې راغلی او نوموړی یې د شهرت تږی بللی دی.

که څه هم د بهارتیا جانتا ګوند د سوامي دغه څرګندونې د هغه شخصي نظر ګڼلی خو ځايي خلک وايي چې نوموړی ګوند به د خپل یو لوړپوړي چارواکي د څرګندونو قیمت په راتلونکو انتخاباتو کې پرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x