افغانستان

دوهم تعقیب: د هلمند ولایت په مقام سرتیري برید لوړپوړي چارواکي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په مقام د طالبانو سرتیري برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

سرتیری برید نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱ بجې د یوې مازدا موټر پر مټ ترسره شو.

د هلمند ولایت د والي مرستیال محمدجان رسولیار ویلي چې په ننني برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د ولایت مقام زیاتې برخې په ننني برید کې تخریب شوي.

رسولیار له قوله د نادعلي اوسنی او پخواني ولسوال، د ګرشک ولسوال، د زراعت سرپرست رییس، د والي ویاند عمر ځواک، د مدني ټولنې د هماهنګۍ د دفتر رییس او د بست مدني ټولنې رییس هم ټپیان شوي دي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د ناد علي ولسوال په شمول یو شمېر چارواکو د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه‌ګانې ورکړي.

د هلمند ولایت د بست روغتون رییس نثار احمد بارک وايي چې ۴۶ ټپيان د هلمند ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي.

هغه ویلي چې زیات شمېر ټپیان ملکي وګړي او دولتي مامورین دي او د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.

نننی سرتیری برید د هلمند ولایت مقام د ناستو د تالار سره هغه مهال وشو چې دننه د انساني تښتونو په اړه غونډه روانه وه.

د چاودنې پر مهال د هلمند مرستیال والي، امنیتي چارواکي، دولتي او غیر دولتي موسساتو مشران او نور کسان د ولایت مقام دننه په غونډه کې ناست و.

د چاودنې له کبله د هلمند ولایت مقام، د مطبوعاتو دفتر، د سیکا موسسې ودانۍ، د ولایتي شورا د رییس شخصي دفتر ړنګ شوي دي.

هلمند چې د هېواد له نا امنو ولایتونو څخه ګڼل کیږي دولتي ودانیو ته نېږدې یې ملکي وګړي نه پريښودل کیږي.

په هلمند کې د نن ټکي اسیا همکار وايي چې چاودنه درنه وه او تر لرې پرتو سیمو پورې یې غږ اوریدل شوی دی. هغه زیاتوي چې د چاودنې له کبله دولتي او امنیتي چارواکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. نوموړی وايي چې یو کس ورته وویل چې په خپل لاس يې ۱۵ مړي او زخمیان ایمبولاسونو ته پورته کړي دي.

طالبانو د هلمند د سرتیري برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی او د درنې مرګ ژوبلې ادعا يې کړې. دوی په دې اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي.

دغه چاودنه په داسې حال کې شوی چې د هلمند ولایت په شمالي سیمو کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د ذوالفقار په نوم د دولتي عسکرو چاڼیز عملیات دوام لري.

د یادونې وړ ده چې په تېرې یوې اونۍ کې دا درېیم سرتیری برید دی چې د لښکرګاه په ښار کې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x