نړۍ

برطانیه: لوړپوړي القاعده چارواکی له پاکستان څخه شمالی افریقاته روان دي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۶) برطانوي حکومتي چاوراکي وایی چی یوشمیر لوړپوړي القاعده چارواکي له افغانستان سره پرپوله قبایلي سیموکی دامریکي له لوري دډرون بریدونو له امله وژل شوی او یوشمیرنور بیا په دي ورستیوکی له سیمي څخه دشمالي افریقا په لورروان دي.

ګارډین ورځپاڼي راپورخپور کړي دي، وایی برطانیی چارواکي یقین لری چي راروان ۲۰۱۲ کال کی به دالقاعدي نورچارواکي هم په نښه شي.

ورځپاڼه وړاندي لیکي چی برطانوي چارواکي پوره باور لري چی دالقاعدي لوړ رتبه چارواکي دسیمي دخوشي کیدو په حال کی دي او دشمالي افریقی په خاصه توګه دلیبیا په لور روان دي، اوداسي ګمان کیږي چی دغه ډله به لیبیا کی دځان لپاره  دجنګ  نوی میدان خلاص کړي اوهلته به بیرته منظم شی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x