نړۍ

امریکايي فعاله: رسنۍ د اسلام د بدنامولو کوښښ کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د «مسلمانو زده کوونکو ټولنې» مشره وايي چې د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ زیاته پړه د مطبوعاتو او رسنیو په غاړه ده.

ویکتوریا بني حمود چې په یوې مسیحۍ کورنۍ کې رالویه شوې او وروسته یې د اسلام مبارک دین قبول کړی، وايي چې رسنۍ د اسلام په خلاف ناوړه تبلیغات کوي او د مسلمانانو منفي انځور نړۍ ته وړاندې کوي.

د آغلې بني حمود په وینا، همدا منفي پروپاګند د مسلمانانو په خلاف تاوتریخوالي ته ذهن سازي کوي.

نوموړې یو امریکايي خبري اژانس (The Campus Agency) ته ویلي دي چې د رسنیو همدغه ناوړه تبلیغات د دې لامل ګرځي چې خلک له مسلمانانو سره ناوړه چلند ته مخه کوي.

هغې زیاته کړې چې د رسنیو د منفي پروپاګند له امله داسې فکر کیږي چې مسلمانان له قتل او قتال څخه پرته بل شی نه پیژني، په داسې حال کې چې په ګڼو سیمو کې په مسلمانانو باندې تشدد او ظلم روان دی.

د هغې څیړنې پر اساس، چې د پیو (Pew) په نامه یو امریکايي څیړنیز مرکز ترسره کړي؛ ویل شوي چې ۲۵٪ امریکایان په دې باور دي چې د رسنیو لخوا د اسلام ناسم انځور خلکو ته وړاندې کیږي.

په یادې څیړنې کې راغلي چې ۵۰٪ پروتستانتي مسیحان په دې نظر دي چې رسنۍ او مطبوعات د اسلام د حقیقي انځور په وړاندې کولو کې تر دې حده پورې درغلي کوي چې حقایق په بشپړه توګه سرچپه وړاندې کوي.

د مسلمانو زده کوونکو د ټولنې مشرې ویکتوریا بني حمود د رسنیو دغه کړنې په کلکه غندلي او ویلي يې دي چې اسلام د سولې، محبت، متقابل احترام او همداسې نورو اوچتو ارزښتونو دین دی.

د لویدیځو رسنیو په اړه ویل کیږي چې په اسلامي هیوادونو کې د فتنو اور ته لمن وهي، د مسلمانانو تر مینځ د اختلاف او نفاق تخم شیندي او د جهاد په شمول د ګڼو نورو اسلامي ارزښتونو د بدنامۍ په هدف خپرونې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x