ورزش

نړیوال جام: سویلي افریقا د سریلانکا لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام لومړۍ منځلوبه د سویلي افریقا او سریلانکا لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې سویلي افریقا د سریلانکا لوبډلې ته شرموونکی ماتې ورکړه.

سریلانکايي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د سویلي افریقا توپ اچوونکو دغه پریکړه غلطه ثابته کړه او سریلانکايي لوبغاړو ته يي د منډې جوړولو چانس ورنکړ.

د سریلانکا لوبډلې توپ وهوونکي غوره لوبه نندارې ته وړاندې نکړه او د افریقايي توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل.

سریلانکا د لوبې په ۳۷.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

نننۍ لوبه کې د سریلانکايي لوبډلې لپاره سنګکارا او ترېماني تر ټولو غوره توپ وهوونکي ثابت شول. سنګکارا په ۹۶ توپونو د درې څلوریزو په مرسته ۴۵ او ترېمانې په ۴۸ توپونو د پنځه څلوریزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې ټول افریقايي توپ اچوونکي غوره توپ اچونه وکړه او سریلانکايي لوبغاړو ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. سویلي افریقا لپاره عمران طاهر ۴ او ډومیني ۳ ویکټې اخیستلو سره نسبت نور توپ اچوونکو ته ښه وځلیدل.

عمران طاهر خپل ۸.۲ اورونو کې یوازې ۲۶ او ډومیني خپل ۹ اورونو کې یوازې ۲۹ منډې ورکړې. دغه لوبه کې سټېن، ایبټ او مورکل هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنه کې سویلي افریقا ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۸ اورونو کې یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره پوره او د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار وموند.

سویلي افریقا لپاره توپ وهنې په برخه کې ډي کاک په ۵۷ توپونو د ۱۲ څلوریزو په مرسته ۷۸ او ډو پلیسس په ۳۱ توپونو ۲۱ منډې جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

د توپ وهنې په څیر د توپ اچونې په برخه کې هم سریلانکايي لوبغاړي پاتې راغلل او یوازې ملینګا د یوې ویکټې په اخیستلو بریالی شو. نوموړی خپل ۶ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x