نړۍ

بلوچستان: دوسلوالو په ‌ډزوکی ۵کسه وژل شوی او دري ژوبل شوی دي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۶) کوټه: مانو جان سړک باندی دنامالومو موټرسایکل سورو له لوري په ډزو کی دوه کسه ووژل شول، وژل کسان اسلم اوبشیر نومیږي چی دواړه له ډیره غازیخان څخه دروزګارپه لټه کی کوټي ته راغلی وو.

پولیسو پیښه په نښه شوی هدف بللی ده. همدارنګه دکوټي ښارشهباز ټاون کی یو بل کس انورمسیح هم تیره ورځ دنامالومو وسلوالو له لوري ووژل شو، پولیس وایی دپیښي په اړه څیړني رواني دي خوتراوسه مالومه نه ده چی انورمسیح چا او له څه امله ووژي.

په ورته پیښه کی دبلوچستان ایالت تربت وسلوالي په بازارکی یوه هوټل باندي ناستو کسانو باندي نامالومو موټرسایکل سورو ډزی وکړي، چي له امله یی دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوی دي، بیړني مرستي کونکي وایی چی ژوبل کسان یی روغتون ته رسولي.

اوهمدارنګه دکوټي کراچي پرلویه لاره باندی تیره ورځ یوانجنیر هم دنامالومو وسلوالوله لوري تښتول شوی وو، بد بخته انجنیرهغه وخت دتښتوونکو له لوري وتښول شو کله چی له منګوچرڅخه دکوټي ولورته پرلاره باندی وو، انجنیر حافظ محمد اعجاز وسیمي ته دموبایل دکوم شرکت دانتن دکتلو اوسپیړلو لپاره تللی وو.

په یوه بله پیښه کی بیا تیره ورځ په لورالایی کی یو وژل کس پیداشوی دي، پولیس وایی چی له وژل شوی کس سره یو لیک هم موندل شوی دي اوورسره لیکل شوی دي چی دغه کس دطالبانو له لوري وژل شوی دي، ځکه چی په سیمه کی یی حکومت ته دطالبانو جاسوسی کوله. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x