نړۍ

دایران حکومت درفسنجاني لور محاکمه کوي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۵) تیره ورځ دایران په پلازمینه تهران کی یوي ایرانی محکمي دایران دپخواني اولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني لور فایزه رفسنجاني ددي لپاره ومحکمي ته وړاندي کړه چي حکومت ورباندي تورونه لګولي وو چی د ۲۰۰۹ کال دټاکنو پروخت یی ددولت له مخالفینو سره مرسته کړي او داحمدي نژاد په وړاندی دلاریونکونکو ملګرتیا ته راوتلی وه.

دفایزه رفسنجاني وکیل غلام علی ریاحی له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل چي تیره ورځ محکمي دبندو دروازو شاته دفایزه رفسنجاني جوابونه واوریدل او له محکمي څخه یی دري ورځی نور وخت وغوښتي ترڅو دحکومت له لوري دنوموړي په وړاندي لګول شویو تورونه ته جوابونه ووایی. ایراني حکومت پرفایزه رفسنجانی باندی تورلګولی وو چی دانټرنیټ له لاري یی دایران دحکومت خلاف مواد خپره ول او په دغه هیواد کی یی داوسني اولسمشر احمدي نژاد پرسیاست سختی نیوکي کړي دی.

دیادولو وړ ده چی درفسنجاني لور فایزه رفسنجاني د ۲۰۰۹ کال دټاکنو پروخت دایران دحکومت په خلاف لاریونونوکي برخه اخیسته وه او خلګ یی دحکومت په وړاندي مخالفت ته پارولي وو، چی بیا دروان کال دفبروري په میاشت کی دحکومت له لوري دلنډي مودي لپاره زنداني شوی هم وه.

دفایزه رفسنجاني پلار او دایران پخواني اولسمشر اکبرهاشمي رفسنجاني هم په اولو کی داوسنی نظام په خلاف دلاریونکونکو دمشرانو میرحسین موسوي او مهدي کروبی دنظرونو تاید او ملاتړ کړی وو، خوپه دي وروستیو کی نوموړي دحکومت له مخالفت کولو څخه ګوښه والی ښودلی دي، او په خلاف یی له هرډول مخالفت څخه ډډه کړی ده.

شنونکي وایی له دی سره سره چي رفسنجاني دنظام له مخالفت څخه مخ اړولي دی بیا هم اوسنی حکومت دنوموړي له اوسني موقف څخه هم ډاډه نه ده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x