نړۍ

تونس: په میوزیم برید؛ ۱۷ بهرنیانو په شمول ۱۹ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د تونس په ملي پارلمان او ملي میوزیم د وسله‌والو په یوه برید کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي چې زیاتره یې سیلانیان دي.

د تونس ولسمشر حبیب الصید رسنیو ته ویلي چې وسله‌وال په پوځي یونیفارم کې وه، د پارلمان د ودانۍ تر شا یې د سیاحانو په دوه ډلو ډزې وکړې، سیاحان هاخوا دیخوا تیت پرک شول او د میوزیم پر لوري یې منډې کړې چې هلته د دوه نورو وسله‌والو سره مخ شول او هغوی پرې ډزې وکړې.

نوموړي زیاته کړې چې د دوه نیم ساعته جګړې وروسته یې بریدګر ووژل چې تر دې دمه یې هویت لا نه دی څرګند خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

حبیب الصید د ۱۷ بهرنیانو، یو پولیس او یو تونسي وژنه تایید کړې ده.

د تونس سیمه‌ییزې رسنۍ وايي چې وژل شوي کسان د تونس، بریتانیې، پولینډ فرانسې، ايټاليې، او هسپانيې اتباع دي.

الجزیرې تلویزون د خپل خبریال له قوله لیکلي چې د مرګ ژوبلې د ډیریدو اندېښنه شته دی ځکه ایمبولانسونه زښت زیات سیمې ته راغلي، له مړو او ټپیانو ډکیږي او روغتونه ته لېږدول کیږي.

رویټر خبري اژانس د یوه پولیس افسر له قوله لیکلي چې د برید پر مهال د میوزیم دننه شاوخوا یوازې ۱۰۰ ایټالویان موجود و.

دغه میوزیم د لرغونو توکو په درلودلو خورا مشهور دی. میوزیم ته هره ورځ سلګونه سیلانیان راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x