نړۍ

مسکو: یوځل بیا په زرګونو خلګو دپوټین په خلاف مظاهري کړی

نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۴: نن یوځل بیا دروسیی اولس ددغه هیواد داولسمشر ویلادمیرپوټین په خلاف لاریونونه وکړه، له سیمي څخه خبریالانو راپور ورکړی دي و چی مظاهره کی له ۱۲۰۰۰۰ زره څخه زیاتو کسانو برخه اخیستی وه ، اودلاریون تنظیمونکو کسانو خبرداري ورکړی دي چي راتلونکي مظاهره کی به له یوملیون څخه زیات خلګ دروسیی پلازمیني مسکو ښارلارو اوکوڅوته را وباسي.

دیادولو وړ ده چی مسکو کی خلګو دتیرو ورځو په ټاکنو کی دروسیی پراولسمشر پوټین باندی تورلګولی وو، چي ډلی یی په ټاکنو کی له درغلیو څخه کاراخیستي، او دټاکنو دپایلو له منلو څخه یی ډډه وکړه اوددوهم ځل ټاکنو غوښتنه یی وکړه.

خو دروسیی دحکومت اولسشمر پوټین بیا په روسیی روانو لاریونکونکو باندی تورلګولی وو چی لاریونکونکی بهرني مرسته له ځانه سره لري او غواړي روسیی امن او استقرار له خطر سره مخ کړي.

پوټین په خاصه توګه دامریکي ومتحده ایالاتو ته ګوته نیولی وه چی دلاریونکونکو ترشاه ولاړ دي، اوپه روسیی کی دحالاتو دګډوډی او خرابی لپاره په دغه هیواد  لاس وهنه کوي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x