سويډن: پر يو ريسټوراټ بريد کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۹مه ۱۳۹۳ل): لويديزې رسنۍ د سويډيني پوليسو له قوله وايي، چې ګوتن برګ ښار کې پر يو ريسټورانټ د وسله وال بريد له امله دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د سويډن پوليس وايي، چې د دوی په ګومان بريدګرو د نوو او اتومات وسلو په واسطه بريد کړی او تر اوسه يې دوه کسان وژلي او اته نور ټپيان دي او کېدای شي د وژل شوو کسانو شمېر نور هم زيات شي.

د سويډن رسمي تلويزون د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې په اتومات وسلو سمبال دوه کسان ګوتن برګ کې يو ريسټورانټ ته ننوتل او په ريسټورانټ کې پر ناستو کسانو يې ناتاره ډزې پيل کړې.

سويډيني رسنۍ ريسټورانټ کې د يو سړي له قوله وايي: «ناببره مې د ډزو اواز واورېده، زه پوه نه شوم، چې څه پېښيږي، مګر دومره پوه شوم، چې ډزې روانې دي او خپل ملګري ته چې ګورم نو ټپي حالت کې پروت دی له ما وار پار خطا شو، بس هڅه مې وکړه، چې د ملګري وينه ودروم.»

د ګارډين ورځپانې په ويب سايټ کې راغلي، چې بريد هغه ښار ته نږدې شوی، چې د وسله والې مافيا اوګنګ مرکز بلل کيږي .

ګارډين د پوليسو له قوله ليکلي، چې تر اوسه د پېښې په تړاو له څه ويلو ډډه کوي، مګر داسې نښې نښانې شته، چې دغه بريد د وسله والې مافيا له لوري شوی او «ترهګرۍ» سره هېڅ اړيکه نه لري.

ګوتن برګ د سويډن دوهم لوی ښار ګڼل کيږي او د هېواد په سويل کې پروت دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د