نړۍ

خیبرپښتونخوا: سرښندونکي برید ۵ عسکروژلی او ۱۲ ژوبل کړي دی

Peshawar(نن ټکی اسیا ډیسمبر۲۰۱۱/۲۴) نن سهاروختي دخیبرپښتونخوا ایالت بنو وسلوالي کی دپاکستاني عسکرو یو مرکزباندی دسرښندونکي برید له امله ۵ عسکر وژل شوی او ۱۲ نور ژوبل شوی دي.

له سیمي څخه عیني شاهدان وایی چی سرښندونکي کس خپل له باروتو څخه ډک موټر دبنو بازارکي دعسکرو له یوه تم ځای سره وجنګا وه، چی له کبله یی دغه وداني په بشپړه توګه له منځه تللی، او عسکرو ته یی مرګ ژوبله واړوله.

په سیمي کی دپاکستاني څارګري اداري دوو تنو کارکونکوهم دپیښي پخلي کړی دي دواړو کارکونکو دخپلو نومونو له څرګندولو څخه ډډه کړی ده.

دیادولو وړ ده چی تیره ورځ هم دخیبرپښتونخوا ایالت ټانک ولسوالي کی وسلوالو طالبانو دپاکستاني فوځیانو یو مرکز تربرید لاند ی راوستلی وو، چی له مرګ ژوبلي علاوه یی له ۱۵ څخه زیات عسکرتښتولی هم وو، همدارنګه امنیتی چارواکو خبرورکړی وو چی وسلوالو طالبانو له دغه مرکز څخه درنی اوسپکی وسلی هم وړی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x