افغانستان

کندوز: طالبان لويې لارې جوړوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز اوسېدونکي وايي چې د دوی په ولایت کې واکمن طالبان له جګړې پرته د رغونې او ټولنیزو کارونو په برخه کې هم فعاله ونډه لري.

د دوی په خبره طالبان بې له کوم مالي ملاتړه پخپله بېلچه او کولنګ اخلي او د خپل توان برابر کارونه پر مخ وړي.

kundoz lari 3
طالبان د لارې پر جوړولو بوخت دي.

د عزیز امین په نامه یو تن پخپله فیسبوک پاڼه کې ليکي چې د ارچې ولسوالي له تعمیر پرته په ټوله ساحه کې د طالبانو واک دی او طالبان پخپلو تر واک لاندې سیمو کې د رغونې په کارونو بوخت دي.

د دوی په خبره طالبان نه کومه مالي سرچینه لري، نه يې کومې مالي سرچینې ملاتړ کړی «خو یو شی شته چي هغه اخلاص، له خپلې خاورې او ولس سره مینه او اوصداقت دی.»

kundoz lari 6
په ارچه کې د طالبانو یوازینی د لارې جوړولو لوډر، چې د عزیز امین په وینا ډېر زوړ دی.

طالبان په ارچې ولسوالي کې له خلکو سره یو ځای د حشر په ډول د رغونې په کارونو بوخت دی او د عزیز امین په وینا دوی «د ولسي خلکو په همغږي یو لوډر او د سړک اوارولو یو ماشین چي هغه دواړه هم ډیر زاړه دي رانیولي دې، نور په ډیرو عادې وسایلو سمبال دي او لګیا دي د کلیو او بانډو پل، پلچکونه او سړکونه رغوي، چي ډیر سړکونه یی رغولي دي اوخلکوته یی ډیره اسانتیا برابره کړې ده.»

kundoz lari
د طالبانو له لوري رغول شوې لویه لاره.

دا په داسې حال کې دی چې ډېری وخت دولتي سرچینې په ځینو سیمو کې د عامه شتمنیو د لوټ ګوته طالبانو ته نیسي، چې څو ورځې وړاندې د لغمان په بادپښ ولسوالي کې د برقي لینونو د غوڅېدلو پېښه هم دولتي چارواکو طالبانو ته منسوبوله، خو د سیمې د خلکو په قول په بادپښ کې مېشت اربکیان د خپلو معاشونو د ځنډ کېدو په بدل کې برقي لینونه غوڅوي.

طالبانو څو ورځې وړاندې پخپله اوونیزه تبصره کې هم یادونه کړې وه، چې د ملي شتمنیو ساتنه د دوی شرعي او ملي دنده ده.

په تبصره کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمرمجاهد پیغامونو ته په اشارې لیکل شوي چې نوموړي تل په خپلو پیغامونو کې د شخصي او ملي شتمنیو د حفاظت او د ولس د سر، مال او عزت د ساتنې امر کړی.

kundoz lari 7
د سیمې خلک له طالبانو خوښ برېښي او په ډاډه زړه پر رغول شویو لارو سفر کوي.

تبصره د عام المنفعه تاسیساتو ساتنه او ژغورنه د طالبانو دنده بولي او کاږي چې دوی د هیواد د خپلواکۍ، ازادۍ او اسلامي نظام د قیام لپاره «مقدس جهاد» پیل کړی ځکه نو د هیواد د عام المنفعه تاسیساتو ساتنه او ژغورنه د دوی د هر فرد شرعي او ملي مسئولیت دی.

kundoz lari 5
طالبان د لارې جوړولو په مهال

طالبانو د خیبر عملیاتو په لړ کې د هېواد په شمال په تېره بیا کندوز کې خپل جنګي فعالیت د ژمي په یخني کې هم ګړندی ساتلی و، چې د ځايي دولتي چارواکو په ګډون مرکزي حکومت ته هم سرخوږی بلل کېده. kundoz lari 4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmad

#### هیله ده په پښتو/دري ژبو تبصرې وکړئ، په نورو ژبو تبصرې نه خپروو. ####

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x